د عراق مقاومت په حیفا ښار باندې ډرون حمله کړې ده
د عراق اسلامي مقاومت د نیواکي فلسطین په شمال کښې په «حیفا» ښار باندې د بې پایلټه الوتکو د برید خبر ورکړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې، د عراق اسلامي مقاومت ویلي چې په حیفا کښې یې په یو هدف باندې ډرون حمله کړې ده.
د مقاومت دغې ډلې همداشان وویل چې د دښمن د استحکاماتو د هدف ګرځولو لپاره عملیات ورځ تربلې په زیاتیدو دي.
له دې مخکښې د عراق اسلامي مقاومت ویلي وو چې په نیواکي ټاټوبي کښې د حیفا د «الون تافور» په نامه صنعتي بریښناکوټ هدف ګرځولی دی.
په حیفا باندې د مقاومت د ډلې دغه حمله په داسې حال کښې شوې چې د یمن وسله والو ځواکونو هم پرون په تل ابیب باندې ستره توغندوي حمله کړې وه.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې په تل ابیب باندې د حملې عملیات په الټراسونک بالسټک توغندي سره شوي دي او د دښمن دفاعي سیسټمونو یې په مخنیوي او ورسره په مقابله کښې ماتې خوړلې ده.
د یحیی سریع په وینا، دغه توغندي په یوولس نیمو منټو کښې ۲ زره او ۴۰ کیلومیټره فاصله ووهله چې له امله یې صهیونیسټان په ویره کښې پریوتل او څه باندې دوه میلیونه صیهونیسټان، پټنځیو ته وتښتیدل او دا پيښه د صهیونیسټي دښمن په تاریخ کښې په اول ځل رامینځته شوې ده.