د اکټوبر اوومه د خوځېدونکي استعمار له ارامښت سره څه وکړه؟
پارس تودی- د طوفان الاقصی یوه له ټولو مهمه لاسته راوړنه، په نړۍ کې د کلاسیک استعمار د وروستي بنیاد په توګه د صهیونیستي رژیم د نه ماتېدلو او له مینځه د نه تللو د افسانې دړې وړې کېدا ده.
تحلیلي یادښت – د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر اوومه نیټه داسي یوه ورځ ده چي د نړۍ د استعمار ضد مبارزاتو په تاریخ کې له ټولو د مهمې ورځې په توګه ثبت شوې ده. دا ورځ نه یوازې یوه فوځي خوځښت وو، بلکې د استعمار ضدې جبهې لپاره ژوره او پراخه معنا لرله. داسي یو عملیات چي د حماس د غورځنګ له خوا د طوفان الاقصی په نامه سره پیل شو، له یوې فیزیکې جګړې نه ورهاخوا وه، بلکې د یوې شرورې ولکې په وړاندې د یوه ولس د ټوله ایز مقاومت یو تجسم وو چي د صهیونیستانو د نیواکګری په چوکاټ کې څرګند شوی وو. هغه څه چي په دې عملیات کې توپیر لرل، داسي بنیادي بریاوې وي، چي د هغه لاسته راوړنې د خوځېدونکې استعمار او د هغه د ولکې د جوړښتونو ستنې ور ور ولرزولې یعني ورېږدولې.
له استعمار څخه د ژغورنې لپاره د یوه ولس لګښتونه
هیڅ یو استعماري ضد خوځښت له لګښتونو پرته نه دی.
فلسطینیانو د دې یو کال په موده کې له پراخو نسل وژنو او بې کوره کېدو سره مخامخ شوي دي. له ۴۲ زرو نه زیات فلسطینیان شهیدان شوي او په لسګونو زره کسان ټپي شوي، بې وزلي، لوږې، د بېخ بناوو وړانتیا هم د دې مقاومت له نورو پایلو څخه وو. لیکن باید هېر نه شي چي دغې سرشیندنې، د هغو لګښتونو یوه برخه ده چي د استعمار د ختمېدو او ازادی ته د رسېدو لپاره باید وګالي. لکه څنګه چي د مقاومت رهبرانو په ځلونو اعلان کړي دي چي دغه جګړه، د بقا جګړه ده؛ د یوه داسي ولس د هویت او د موجودیت د ساتنې لپاره چي د اروپاییانو او لوېدیځوالو تر ۷۰ کلن نیواک او ظلم لاندې وو.
نه رغېدونکې ماته
دغه عملیات له استراتیژیکو بریاو سره ملګری و. حماس د فوځي او استخباراتي له پلوه په صهیونیستي رژیم باندې د سترو ګوزارونو په تر سره کولو بریالی شو، او دا د رژیم دفوځي طاقت هویت ور له مینځه یوړه. دغې بریاوې له یوه موقته فوځي بریا نه ور هاخوا وه او د اسرائیلو د قدرت په جوړښت کې د ژورو دړو څرګندونه وکړه.
داسي یو رژیم چي د امریکا په فوځي ماشین او خپلو استخباراتي ارګانونو باندې په تکیې سره، هڅه کوله چي د لوېدیځې اسیا په کړېدلي انسانانو خپله ولکه ټینګه کړي. خو د طوفان الاقصی د دوامداره حرکت په ګوزار سره په سختو اختلافاتو مبتلا شو او ورپسې له یمن، لبنان، عراق او ایران څخه له دوامدارو ګوزارونو سره مخامخ شو.
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر، امام خامنه ای په دې خاطر او په ځای وو چې دې ټکې ته اشاره وکړه چي صهیونیست رژیم د اکټوبر له اوومې وروسته، مخکنی رژیم نه دی او دا ګوزارونه نه جبرانېدونکي دي.
نړیواله ویښتیا
په نړیواله کچه کې هم دغه عملیات، د فلسطین مساله یې یو ځلې بیا د نړۍ د توجهاتو په مرکز بدل کړ، په داسي حال کې چي له دې مخکې یو شمېر نړیوالو او سیمه ایزو قدرتونو د صهیونیست له ناروا رژیم سره د اړیکو د رغولو او د فلسطین د مسالې د څنګ ته کولو کوښښ کولو، طوفان الاقصی د فلسطین مساله راژوندي کړه او د نړۍ د اجنډاو په سر کې راوسته، تر دې چي د الجزایر او جنوبي افریقا په څېر هیوادونو په نړیوالې جرمې محکمې کې د صهیونیست رژیم په ضد دوسیې خلاصې کړې. او د نړۍ عامه افکارو له اروپا څخه نیولې تر امریکا پورې د فلسطینیانو د استعمار ضدو اقداماتو په ملاتړ کې په لیکه شول.
د بریاو ژوروالې او اصولي توب
د طوفان الاقصی یوه له ټولو مهمه لاسته راوړنه، په نړۍ کې د کلاسیک استعمار د وروستي بنیاد په توګه د صهیونیستي رژیم د نه ماتېدلو او له مینځه د نه تللو د افسانې دړې وړې کېدا ده .
دغه لوی حرکت د دې موجودیت برم او رعب له مینځه یوړه.داسي یو موجودیت چي ځان د سیمې له ټولو ستر قدرت بولي. په دې مینځ او مان کې داسي فیلمونه هم خپاره شوي دي چي د نړۍ لپاره د یوه خطرناکه رژیم د فوځي او نفسیاتي پاشلتیاو نښې په کښې لیدل کیږي داسي یو رژیم چي د ۷۵ کلونو په موده کې د توکمیز، فوځي او استخباراتي برلاسی ادعا درلوده.
اخري خبره دا چي طوفان الاقصی نه یوازې یو بریالی فوځي عملیات و بلکې وښوده چي استعمار ضدې مبارزې، حتی تر ټولو په ناړو حالاتو کې هم کولایشي یوه اصولي او ژور خوځښت رامینځته کړي.