۶۶ میلیارده ډالره، د غزې او لبنان پر ضد د اسرائیلي رژیم د جګړې لګښتونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i153016-۶۶_میلیارده_ډالره_د_غزې_او_لبنان_پر_ضد_د_اسرائیلي_رژیم_د_جګړې_لګښتونه
پارس ټوډې - یوې امریکايي خپروندوی په لوېدیځه آسیا کې د صهیونیسټي رژیم د جنګ پر سترو لګښتونو بحث کړی دی.
(last modified 2024-10-09T07:32:32+00:00 )
Oct 09, 2024 12:00 Asia/Kabul
  • ۶۶ میلیارده ډالره، د غزې او لبنان پر ضد د اسرائیلي رژیم د جګړې لګښتونه

پارس ټوډې - یوې امریکايي خپروندوی په لوېدیځه آسیا کې د صهیونیسټي رژیم د جنګ پر سترو لګښتونو بحث کړی دی.

امریکايي خپروندوی فارن پالیسي په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې د غزې او لبنان پر ضد د صهیونیسټي رژیم د جګړې لګښت ۶۶ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

د پارس ټوډې د خبر له مخې، دغه امریکایي خپروندوی زیاتوي: د غزې او لبنان پر وړاندې د جګړې لګښت، د اسرائیلو د ناخالصو تولیداتو له ۱۲ سلنې سره برابر اټکل شوی دی.

د امریکا د فارن پالیسي خپروندوی د راپور له مخې، د روان کال تر اګسټ میاشتې پورې د صهیونیسټي رژیم لپاره د غزې د جګړې د تمویل مستقیم لګښت، ۱۰۰ میلیارده شکیل (۲۶.۳ میلیارده ډالره) دی.

د دې امریکايي خپروندوی په راپور کې راغلي چې: سږ کال د ناخالصو تولیداتو په پرته د اسرائیلو پور ۶۷ سلنې ته رسېدلی دی.

کلیدي کلمې: امریکايي فارن پالیسي خپرندوی، د اسرا‎ئیل او لبنان جګړه، د اسرائیل او غزې جګړه، د اسرائیلو د جګړې لګښتونه.