حزب ا... د سید هاشم صفي الدین شهادت تایید کړ
د ایرنا د خبر له مخې، د لبنان حزب ا... په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغه غورځنګ د اجرايي شورا مشر «سید هاشم صفي الدین» په بیروت باندې د صهیونیسټي رژيم په حمله کښې په شهادت ورسید.
د ایرنا د خبر له مخې، د لبنان حزب ا... په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغه غورځنګ د اجرايي شورا مشر «سید هاشم صفي الدین» په بیروت باندې د صهیونیسټي رژيم په حمله کښې په شهادت ورسید.
د حزب ا... په خبرپاڼه کښې راغلي دي: شهید پرور او مجاهد امت، د مقاومت او بریا ولس ته د قدس د لارې د ستر شهید او مشر او د حزب ا... د اجرايي شورا د مشر شیخ سید هاشم صفي الدین د شهادت تسلیت ووایه.
د دې بیانیې په دوام کمښې راغلي دي: سید هاشم صفي الدین خپل زیاتره عمر د حزب ا... او د اسلامي مقاومت او د هغه د ټولنې په خدمت کښې تیر کړ او د خپل ګران عمر ډیر کلونه یې په ذمه وارۍ او توانمنۍ سره د هغه اجرايي شورا، موسسې او کنډکونه مدیریت کړل.
حزب ا... د دې بیانیې په پاې کښې له دغه ګران شهید سره د ژمې په تازه کولو سره ټینګار وکړ چې تر آزادۍ او بریالیتوب او د هغه اهدافو ته تر رسیدو پورې به د مقاومت او جهاد لارې ته دوام ورکړي.