د انګریزخارجه وزیرڅرګندونې شرمؤنکي او پيّلي اړخونه لري
پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت ویندوي په غزې کې د نسل وژنې په انکار کې دا نګریز خارجه وزیر څرګندونې غیر انساني او بې شرمې خبرې وبللې.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائي ټينګار کړی،په غزې کې د نسل وژنې په انکار کې د انګریز خارجه وزیر څرګندونې هم دنسل وژونکي توکمپال وحشي رژيم څخه د سیاسی ملاتړ او د مرګونو وسلو او تجهیزاتو د لیږد په دوام کې ددغه هیواد د انګلستان د حکومت له سیاست سره همپاله دي چې انګریز حکومت ئې د وحشي اسرائيلی رژيم د جنایتونو په یوه شریک او همدست بدل کړی دی.
پارس ټوډې راپور ورکړی، اسماعیل بقائي زیاته کړې ده ، دغه دریځ نیونه یو ډول د نسل وژنې په باب د رضایت په معنا ده ؛یوه داسې چاره چې یو غیرانساني او بوږنونکی اړخ لري اود هغه استعماري جرړه ایز ذهنیّت یادونه کوي چې دې ځل ځان په اروپا کې د له اسلامه د ویرونې او د فلسطینیانو په ضد د منظم شوي توکمیز توپیر په بڼه کې رابرسیره کوي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي په عین حال کې دتیرې یکشنبې په شپه هم په ایکس ټولنیز چینل کې پخپلې پاڼې کې لیلکلی دی، په دې باب د فلسطین د څیړنې ځانګړي کمیټې نتیجه اخستل چې په غزې تپل شوی جنګ په حقیقت کې یوه نسل وژنه ده،د هماغو شیانو څوم ځل لپاره تکرارول دي چې مخکې هم د فلسطینی د بشری حقوقو د ځانګړي رپورټر، انصاف او اپیل د نړیوالو محکمو پشمول د ملګروملتو صلاحیّت لرونکو نورو مرجعو او رګانونو په وسیله په کرتو وئيل شوي او یا خبرداری ورکړل شوی ؤ.هغه څه چې تازه ئې یو ډول شرمونکي اړخونه پيدا کړي دي،د انګلستان او انګریز خارجه وزیر په وسیله په ښکاره د دغه شان نسل وژنې انکار دی.
اسماعیل بقائی زیاته کړې ده ، د فلسطین دبشری حقوقو ځانګړي رپورټر پخپل راپور کې د (۲۰۲۴کال مارچ) د یوې نسل وژنې په پوسټ مارټم کې روښانه کړې ده ،د اسرائيلو په وسیله د فلسطینیانو نسل وژنهد یوه استعماري پلان په چوکاټ کې د فلسطین د نامې د ختمولو په باب دی وه اوږد بهیر یوه سخته او پيچلي مرحله ده . دملګروملتو د دغه ځانګړی رپورټر په راپور کې د استعماري پانکونکې (۲۰۲۴اکتوبر)په معنا نسل وژنې دغه ټکی رابرسیره کړی دی،په داسې شرائطو کې چې نړۍ په ژوندئ بڼه د لومړنۍ استعماري نسل وژنې شاهده ده، یوازې د هغه عدالت اجرا ده چې د سیاسی مصلحتي تفکراتو له امله له رامنیځةشوو زخمونو له امله د یتیمانو ژورو زخمونو باندې ملهم کیښودل شي.
انګریز خارجه وزیر ډیویډ لمی په همداوروستیو کې وئیلي وو،چې صهیونیسټي رژيم په غزې کې نسل وژنه نه کوي،ځکه چې ددغه رژیم په حملو کې د وژل شوو کسانو شمیر میلیونونو ته نه رسیږي .ډیویډ لمي د انګلستان په پارلیمان کې وئیلي دي؛د نسل وژنې په څير عبارت زیاتره،په داسې موقعو کې استعمالیږي چې په میلیونونو کسان د روانډا او دوهم نړیوال جنګ په څير په بحرانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي او هغه روده چې اوس ورڅخه استفاده کیږي دهغو جدي شونه کموي.