په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډې توغندیز برید شوی
Nov 22, 2024 11:21 Asia/Kabul
-
انځور ارشیف
سحاب - د سوریې په دیرالزور ولایت کې د امریکا پوځي اډه په توغندیز برید سره په نښه شوې.
سحاب شبکې د ایرنا له قوله خبر ورکړی، د سوریې په ختیځ کې د دیرالزور ولایت د «کونیکو» د ګازو په میدان کې د امریکا پوځی اډه د څو توغندیو په وسیله په نښه شوې.
د چهارشنبې په ورځ هم د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکا پوځي اډه د توغندیو د برید په وسیله په نښه شوې وه.
په سوریه کې د امریکا پر غیر قانوني پوځي اډو څو ځله بریدونه شوي دي.
دا بریدونه وروسته له هغې زیات شول چې صهیونیسټ رژیم د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر په اوه ویشتمه د غزې په تړانګه یرغل وکړ.