نتانیاهو: د اسد سقوط د اسرائیلو لپاره مهم فرصت دی
تهران راډیو ـ د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر په سوریې کې تحولات او د دغه هېواد د حکومت نسکوریدو ته په اشارې سره دغه پیښه د تل ابیب لپاره یو مهم فرصت بللی.
د یسنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو او د وسله والو مخالفانو له خوا د دغه هېواد له نیواک وروسته د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا وکړه چې د اسرائیلو په سرحدونو (د صهیونیسټانو له خوا نیول شوې سیمې) ته به اجازه ورنکړي چې کوم دښمن ځواکونه ځای پر ځای شي.
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر هم په دې خبرې سره چې د بشارالاسد رژیم د شر د محور اصلی ارتباط و ، ادعا وکړه چې د ایران او حزب الله او د هغو د اصلی ملاتړو د صهیونیسټی حملو په نتیجه کې د اسد حکومت نسکور شو .
"بنيامين نتنياهو" اعتراف وکړ، که څه هم د سوريې د حکومت نسکورېدل ښايي د اسرائيلو لپاره يو نوی او مهم فرصت وي، خو دا به له خطرونو پرته نه وي.
په همدې اړه د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر هم ویلي: د دغه رژیم پوځ ته یې امر کړی دی چې د سوریې په نیواک شوی ګولان سیمه کې د میشتو صهیونیسټانو د ساتنې لپاره ټول مهم ځایونه کنټرول کړی .
د تېرو څو ورځو له تحولاتو وروسته، چې له حلب څخه پیل او حما ته ورسېدل، د دولت وسله والو مخالفینو د شنبې په ورځ د سوریې له جنوب څخه د دمشق پر لور حرکت پیل کړ او تیره ورځ د یکشنبې په سهار د حمص ښار له نیولو وروسته د سوریې پلازمېنې د مشق ته په ننوتلو یې د بشارالاسد حکومت سقوط کړ.