صهیونیسټي رژیم فلسطیني بندیان خوړو کې په زهرو وژني
Dec 10, 2024 11:42 Asia/Kabul
تهران راډیو ـ فلسطیني سرچینو ویلي چې صهیونیسټي رژیم فلسطیني بندیانو ته په خوړو کې په زهرو ورکولو سره وژني.
د فلسطین د بندیانو ټولنې ټینګار کړی چې د لویدیځې غاړې په جنوب کې د اتزیون په محبس کې یو زیات شمېر بندیان د خوړو د مسمومیت له نښو سره مخامخ شوي دي.
د را پورنو له مخې؛ دا په اتزیون کې د مسموم کیدو لومړۍ بیلګه نه ده، تر دې وړاندې هم څو ځله ورته پېښې ترسره شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي، اسرائیل دغو مسموم شویو فلسطینیانو ته هیڅ ډول طبي خدمات نه وړاندې کوي.
ټیګونه