صهیونیسټي میشت ځایونو ته د یمن د انصارالله پیغام
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i156000-صهیونیسټي_میشت_ځایونو_ته_د_یمن_د_انصارالله_پیغام
تهران راډیو ـ د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسی دفتر غړي صهیونیسټانو ته په یوه پیغام کښې ټینګار وکړ، چې یمنیان به غزه کې یوازې پرې نږدي.
(last modified 2025-01-06T04:22:25+00:00 )
Jan 06, 2025 08:50 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي میشت ځایونو ته د یمن د انصارالله پیغام

تهران راډیو ـ د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسی دفتر غړي صهیونیسټانو ته په یوه پیغام کښې ټینګار وکړ، چې یمنیان به غزه کې یوازې پرې نږدي.

ایرنا خبري اژانس د دوشنبې په سهار خبر ورکړ، چې د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد صهیونیسټ میشتو سیمو ته په عبري ژبه د X ټولنیزې شبکې په پیغام کې لیکلي:  هغه غواړي چې په آرامۍ سره ویده شي یا قبرس ته ولاړ شي او یا خپل هېواد ته راستانه شي.

د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر یوه غړي له دې مخکې هم په یو پیغام کې ټینګار کړی وو، چې د پوځي عملیاتو له لارې د صهیونیسټ رژیم د تیریو دوام به د یمن پرضد د تیریو تر بندیدو پورې دوام ولري.

هغه په دغه پيغام کې زیاته کړې، صهیونیسټي دښمن په خلاف د یمن پوځي عملیات د فلسطین د نیواک شویو سیمو کې دوام لري او د غزې د تړانګې د اوسیدونکو د نیواک او د تیریو د پای ته رسیدو پورې به دوام ولري.

د یمن پوځ په تیر میلادي کال کې د غزې په تړانګې کې د فلسطین د ولس له مقاومت څخه د ملاتړ او د الاقصې د طوفاني عملیاتو په چوکاټ کې د صهیونیسټي رژیم څو بیړۍ، چې د صهیونیسټی رژیم د نیواکګرو سیمو لپاره یې په سورې بحیرې او د لویدیځو سیمو کې تیریدې، په  نښه کړې.