اسرائیل په سوځیدلي ځمکو د سرحدي سیمو د بدلولو هڅه کوي
(last modified Thu, 23 Jan 2025 06:27:09 GMT )
Jan 23, 2025 10:57 Asia/Kabul
  • اسرائیل په سوځیدلي ځمکو د سرحدي سیمو د بدلولو هڅه کوي

پارس ټوډی – د لبنان په پارلمان کښې د حزب الله استازي علي فیاض د صهیونیسټ رژیم لخوا د اوربند د موافقې د خلاف ورزۍ دوام او په سرحدي سیمو کښې د خلکو د کورونو په بمونو سره الوزولو ته په غبرګون کښې وویل:

 د اسرائیلو دغه اقدامات او خلاف ورزیانې په سوزیدلیو ځمکو باندې د نوموړیو سیمو د بدلولو په هدف سره ترسره کیږي.

پارس ټوډی سایټ راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې مقاومت ته د وفادارۍ د فراکسیون استازي علي فیاض په یوې وینا کښې وویل: هغه څه چې په سرحدي سیمو کښې رامینځته کیږي په سوزیدلي ځمکو باندې د دغو سیمو په بدلولو باندې ټینګار دی او د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د بیخ بنایانو د تباه کولو په هکله د اسرائیلو ادعاګانې نا سمې او یوازې د پلمو جوړول دي.

دغه راز د ترلاسه شویو خبرونو پراساس د صهیونیسټ نیواکګر رژيم ځواکونو یوځل بیا د لبنان په جنوب کښې د «الطیبه» ښارګي په شاوخوا سیمو باندې یرغلونه وکړل او په دغه ښارګي یې کښې څو کورونه په بمونو سره ولوزول.

د صهیونیسټ رژيم پوځیانو د لبنان په جنوب کښې په «کفر کلا» او «مرکبا» ښارګیو کښې هم څو کورونه تباه کړل.

د څو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د لبنان او د صهیونیسټ رژيم ترمینځ اوربند د تیرې لیندۍ میاشتې له چهارشنبې ورځې څخه اجرايي شوی خو دا په داسې حال کښې دي چې اسرائیلو د اوربند له وخت راهسې تراوسه په سلګونو ځله خلاف ورزیانې کړي دي او د لبنان په بیلابیلو سیمو یې بمباریانې کړي دي.