د حماس غورځنګ تر ټولو مهم شخصیتونه نن خوشي کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i157572-د_حماس_غورځنګ_تر_ټولو_مهم_شخصیتونه_نن_خوشي_کیږي
صهیونیسټي رسنیو اعلان کړی چې د فلسطین د مقاومت ځواکونو تر ټولو مهم شخصیتونه به د شنبې په ورځ د صهیونیسټي رژیم او د حماس اسلامي غورځنګ ترمنځ د بندیانو د تبادلې د تړونونو په چوکاټ کې خوشې شي.
(last modified 2025-02-22T08:07:32+00:00 )
Feb 22, 2025 12:36 Asia/Kabul
  • د حماس غورځنګ تر ټولو مهم شخصیتونه نن خوشي کیږي

صهیونیسټي رسنیو اعلان کړی چې د فلسطین د مقاومت ځواکونو تر ټولو مهم شخصیتونه به د شنبې په ورځ د صهیونیسټي رژیم او د حماس اسلامي غورځنګ ترمنځ د بندیانو د تبادلې د تړونونو په چوکاټ کې خوشې شي.

په دې کې د حماس غورځنګ یو لوړ پوړی پوځي قوماندان عمر الزبن هم شامل دی چې د ۲۷ صهیونیسټانو د وژنې په تور په ۲۷ کاله بند محکوم شوی و؛ هغه به د پرېښودل شویو کسانو له ډلې څخه وي.

د عزالدین القسام د پوځي ځواکونو ویاند ابو عبیده هم پرون په یوه بیان کې وویل چې د بندیانو د تبادلې د عملیاتو د یوې برخې په توګه به شپږ صهیونیسټي بندیان خوشې شي.

په دې اساس؛ د حماس غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ د بندیانو د تبادلې د اووم پړاو د یوې برخې په توګه، نن په غزه کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې استازو ته شپږ نور صهیونیستي بندیان وسپارل شول.

په ورته وخت کې؛ د صهیونیستي  رژیم   13 ټلویزیون د دغه رژیم د یوه چارواکي له قوله ویلي چې د سره صلیب استازو د حماس د اسلامي غورځنګ د صهیونیسټي بندیانو څخه د بیباس جسد ترلاسه کړی دی.

د حماس اسلامي غورځنګ هم ویلي دي چې د صهیونیستي رژیم بمباري د دې سړي او د هغه د کورنۍ د وژنې مسؤلیت لري، او دوی مخکې له دې د دې مسلې په اړه خبرداری ورکړی و.