اسرائیلو په غزه کې ۲ فلسطینیان شهیدان کړي.
پارس ټودي- په داسې حال کې چې د اسرائیل رژیم د غزې د اوربند تړون درولی، د دې رژیم پوځیانو د دوشنبې په سهار په غزه کې ۲ فلسطینیان شهیدان کړل.
پارس ټودی د فارس خبري اژانس له قوله لیکلي: د "عرب۴۸" خبري ویبپاڼې راپور ورکړی چې د صهیونیسټ رژیم پوځ دغه ۲ فلسطینیان د غزې تړانګې په سویل کې د رفح ښار په مرکز کې شهیدان کړي او په عین حال کې د اسرائیلي الوتکو او پوځي موټرو د غزې تړانګې په سویل او شمال کې څو سیمې تر برید لاندې نیولي دي.
د اسرائیل رژیم دا تیري په داسې حال کې ترسره کیږي چې تیره میاشت یې د فلسطیني ډلو سره د اوربند تړون منلی و. خو د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر دفتر تیره ورځ د تړون د مادو پرخلاف اعلان وکړ چې د غزې لپاره بشري مرستو د لیږد مخه به ونیسي او د اوربند د عملي کولو مخنیوی به پیل کړي.
د خبري سرچینو د راپورونو له مخې، د اسرائیل یوې پوځي چورلکې د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۲ توغندي د غزې تړانګې په سویل کې د «المواصي» سیمې په لور ویشتي چې له امله یې ۳ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د اسرائیل پوځ همدارنګه د غزې تړانګې په شمالي برخو کې پر ځینو نقطو ډزې کړي.