صهیونیستي سرچینې: د اسرائیلو په پارلمان کې لفظي شخړې زیاتې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i160516-صهیونیستي_سرچینې_د_اسرائیلو_په_پارلمان_کې_لفظي_شخړې_زیاتې_شوې
پارس ټوډی - صهیونیستي سرچینو د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د اسرائیلو په پارلمان کې د تل ابیب د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پر وړاندې د ماتې په اړه لفظي شخړې رامنځته شوې دي.
(last modified 2025-05-24T07:35:11+00:00 )
May 24, 2025 12:03 Asia/Kabul
  • صهیونیستي سرچینې: د اسرائیلو په پارلمان کې لفظي شخړې زیاتې شوې

پارس ټوډی - صهیونیستي سرچینو د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د اسرائیلو په پارلمان کې د تل ابیب د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پر وړاندې د ماتې په اړه لفظي شخړې رامنځته شوې دي.

د یدیعوت آحارونوت ورځپاڼې د صهیونیستي سرچینو په حواله ویلي، د اسرائیلو د پارلمان په غونډه کې د لیکود ګوند د استازي عمیت هالیوي او د دې رژیم د دفاع وزیر یسرائیل کاتز ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې ده.

هالیوي د دفاع وزیر ته وویل: «تا ته هیڅ نه دی معلوم او د حماس د له منځه وړلو هیڅ لاره نشته.»

د لیکود ګوند استازي زیاته کړه: «زموږ جګړه د ۲۰ میاشتو وروسته ناکامه شوې او تل ابیب نشي کوبلی حماس له منځه یوسي.

دغه استازي په ډاګه کړې چې موږ ته د لاسته راوړنو په اړه دروغ ویل شوي دي.»