شیخ نعیم قاسم: اسرائیل مخ په زوال دی/ مونږ مه ګواښئ
(last modified Mon, 26 May 2025 03:11:22 GMT )
May 26, 2025 07:41 Asia/Kabul
  • شیخ نعیم قاسم: اسرائیل مخ په زوال دی/ مونږ مه ګواښئ

د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ: د اسرائیلو شرطونه به هیڅکله پوره نه شي، اسرائیل ضرور د زوال په لور روان دي، مونږ یوازې دوه انتخابونه لرو، یا بریا او یا شهادت، او دواړو ته تیار یو.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم بیګا د صهیونیسټانو له نیواکه د لبنان د جنوب د آزادۍ د پنځویشتمې کلیزې په مناسبت چې د مقاومت او آزادۍ اختر نومیږي، یوه وینا وکړه چې مهمې برخې یې په دا ډول دي:

اسرائیلو هڅه وکړه چې اوولسمه موافقه راوتپي خو ولسي او ملي مقاومت د دغې ذلیلونکې موافقې د کیدو مخه ونیوله.

د مقاومت او آزادۍ اختر، معادلات ګډوډ کړل. د هغو خلکو په برکت د مقاومت رامینځته کیدل چې ذلت او نیواکګري نه مني، ډیر عادي کار و.

مقاومت په شپیتمه او اویایمو لسیزو کښې خپله وده پيل کړه او امام سید موسی صدر د مقاومت د امام په توګه راڅرګند شو او د امل په غورځنګ مشهور د محرومانو غورځنګ یې جوړ کړ.

د مقاومت او آزادۍ اختر په سیمې او نړۍ کښې د لبنان مقام اوج ته ورسوه او لبنان یې له یو کمزوري موقعیت څخه په یو قدرت بدل کړ او لامل شو چې لبنانیان پّ کرامت، عزبت او حاکمیت کښې ژوند وکړي.

اسرائیل د ۲۰۰۰ میلادي کال د مۍ په ۲۵ نیټه د مقاومت د ګوزارونو له امله د لبنان له جنوب څخه ووته او دا د مقاوم او سرشیندونکي ولس لپاره ډیره ستره بریا وه.

شیخ نعیم قاسم وویل چې د ۲۰۰۰ کال له آزادۍ وروسته نه په لبنان کښې وینه وبهیده، نه کومه ستونزه رامینځته شوه او نه پّ سرحدي سیمه کښې قبیله ایزه یا سرحدي فتنه رامینځته شوه.