رویټرز: امریکا د غزې لپاره د اوربند طرحه جوړه کړې
(last modified Fri, 30 May 2025 09:26:42 GMT )
May 30, 2025 13:56 Asia/Kabul
  • رویټرز: امریکا د غزې لپاره د اوربند طرحه جوړه کړې

رویټرز راپور ورکړی چې متحده ایالاتو د غزې لپاره یوه طرحه چمتو کړې چې له مخې یې د ۶۰ ورځو اوربند او په لومړۍ اوونۍ کې د ۲۸ اسرائیلي بندیانو خوشې کول وړاندیز شوي.

د دغه طرحې له مخې؛ د یادو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې به ۱,۲۳۶ فلسطیني بندیان او د ۱۸۰ فلسطینیانو مړي خوشې او وسپارل شي.

دا طرحه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ضمانت او د مصر او قطر په منځګړیتوب ده، او د اوربند د توافق له لاسلیک وروسته به سمدستي بشري مرستې غزې ته واستول شي.

د رویټرز په وینا، مرستې به د ملګرو ملتونو، هلال احمر او نورو توافق شویو چینلونو له لارې واستول شي.

سپینې ماڼۍ تېره پنجشنبه اعلان کړی چې اسرائیل د متحده ایالاتو د اوربند طرحې سره موافقه کړې.

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې نتانیاهو د غزې د بندیانو کورنیو ته ویلي، د اسرائیل رژیم د ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکاف له خوا وړاندې شوې طرحې سره موافقه کړې.

تر دې وړاندې هم د اسرائیلو او حماس ترمنځ اوربند شوی وو، خو د اسرائیلو له لورې مات او بیا ځل یې بریدونه پیل کړل