صهیونیستي رژیم خپلې غیرنظامي الوتکې درېیو هېوادونو ته ولېږدولې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i161490
پارس ټوډی - یوه عبري رسنۍ راپور ورکړ چې صهیونیستي رژیم په یوه پټ عملیات کې خپلې ټولې غیرنظامي الوتکې درېیو هېوادونو ته لېږدولې دي.
(last modified 2025-06-15T09:25:05+00:00 )
Jun 15, 2025 13:51 Asia/Kabul
  • صهیونیستي رژیم خپلې غیرنظامي الوتکې درېیو هېوادونو ته ولېږدولې

پارس ټوډی - یوه عبري رسنۍ راپور ورکړ چې صهیونیستي رژیم په یوه پټ عملیات کې خپلې ټولې غیرنظامي الوتکې درېیو هېوادونو ته لېږدولې دي.

د معاریو ورځپاڼې لیکلي: د اسرائیلو امنیتي ادارې په یوه پټ عملیات کې د ایران د احتمالي موشکي بریدونو له امله د احتیاط په توګه د اسرائیلو د هوايي شرکتونو پورې اړوند ټولې غیرنظامي الوتکې قبرس، یونان او امریکا ته ولېږدولې.

دې ورځپاڼې لیکلي چې د «العال، ارکیا، یسرائیر او ایرحیفا» شرکتونو سره د الوتکو د سمدستي او چټک لېږد لپاره همغږي شوې ده.