. کربلا؛ د اسلامي نړۍ دټوریسټي  پلازمینې په توګه نوماندښار
(last modified Wed, 02 Jul 2025 00:14:05 GMT )
Jul 02, 2025 04:44 Asia/Kabul
  • . کربلا؛ د اسلامي نړۍ دټوریسټي  پلازمینې په توګه نوماندښار

د عراق د فرهنګ، سیاحت او لرغونو آثارو وزارت به سږ کال د کربلا د اسلامي نړۍ د سیاحتي پلازمینې په توګه د کاندیدیدا دوسیه بشپړه کړي. 

 زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور  راکړی  ، د الفرات نیوز په حواله، د عراق د فرهنگ، سیاحت او لرغونو آثارو وزارت به سږ کال د کربلا د اسلامي نړۍ د سیاحتي پلازمینې په توګه د نوماندۍ دوسیه بشپړه کړي. 

د عراق د سیاحت ادارې مشر ناصر غانم مراد، وویل چې د فرهنگ، سیاحت او لرغونو آثارو وزارت د کربلا د اسلامي نړۍ د سیاحتي پلازمینې په توګه د نوماندۍ دوسیه چمتو کوي. 

هغه زیاته کړه چې د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني په امر یوه عالي کمېټه جوړه شوې ده چې د فرهنگ وزیر په مشرۍ او د لومړي وزیر د سلاکار عمر العلوي په نظارت، د سیاحت، پلټنې او تعقیب او د کربلا د سیاحت ادارې د عمومي مدیرانو په ګډون فعالیت کوي. 

مراد وویل چې دا کمېټه به د دوو ورځو لپاره کربلای معلی ته سفر وکړي  څو د کربلا له والي سره د یادې دوسیې په اړه د اړوندو اقداماتو په اړه هوکړې ته ورسیږي. 

هغه روښانه کړه چې تېر کال د حسینی اربعین زائرینو شمېر کابو  ۲۰ میلیونو ته ورسېد او په کربلا کې د دیني سیاحت سکتور په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ پرمختګ او وده کړې ده. 

د عراق د سیاحت ادارې  مشر  د اربعین زیارت لپاره د والي لخوا د چمتووالي په اړه وویل چې د کربلا او نجف ترمینځ د زائرینو د لېږد لپاره یوه ټرمینل جوړ  شوی او د چاپېریال د پاکوالي لپاره د شنو سیمو د پاملرنې، د ګلانو، ونو کښېنولو او د ککړتیا د کمولو په موخه یو  پراخ کمپاین پیل شوی دی.