صهيونيستي پوځيانو سوريايي وګړي تښتولي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i161852-صهيونيستي_پوځيانو_سوريايي_وګړي_تښتولي
پارس ټوډی - د صهيونيستي رژيم پوځ، د سوريې پر خاورې د يرغل او د دې هېواد د ځينو برخو د اشغال تر څنګ، يو شمېر سوريايي وګړي تښتولي دي. 
(last modified 2025-07-02T10:12:29+00:00 )
Jul 02, 2025 14:39 Asia/Kabul
  • صهيونيستي پوځيانو سوريايي وګړي تښتولي 

پارس ټوډی - د صهيونيستي رژيم پوځ، د سوريې پر خاورې د يرغل او د دې هېواد د ځينو برخو د اشغال تر څنګ، يو شمېر سوريايي وګړي تښتولي دي. 

د صهيونيستي رژيم پوځ اعلان کړی چې د دې رژيم پوځيانو د سوريې په سويل کې د ام‌اللوقس او عين‌البصلي په سيمو کې يو شمېر سوريايي وګړي نيولي دي. 

همدارنګه، د صهيونيستي رژيم د پوځ د لویشتام رئيس، ايال زامير، د سې‌شنبې په ورځ د سوريې په خاوره کې په ازاده توګه ګزمه وکړه .

هغه ویلي، دا هېواد له منځه تللی دی او تل ابيب د سوريې د خاورې اصلي برخې تر کنټرول لاندې کړې دي.