صهيونيستي پوځيانو سوريايي وګړي تښتولي
Jul 02, 2025 14:39 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د صهيونيستي رژيم پوځ، د سوريې پر خاورې د يرغل او د دې هېواد د ځينو برخو د اشغال تر څنګ، يو شمېر سوريايي وګړي تښتولي دي.
د صهيونيستي رژيم پوځ اعلان کړی چې د دې رژيم پوځيانو د سوريې په سويل کې د اماللوقس او عينالبصلي په سيمو کې يو شمېر سوريايي وګړي نيولي دي.
همدارنګه، د صهيونيستي رژيم د پوځ د لویشتام رئيس، ايال زامير، د سېشنبې په ورځ د سوريې په خاوره کې په ازاده توګه ګزمه وکړه .
هغه ویلي، دا هېواد له منځه تللی دی او تل ابيب د سوريې د خاورې اصلي برخې تر کنټرول لاندې کړې دي.
ټیګونه