۹۳ فیصده فلسطینیان د مقاومت د دریځونو ملاتړي دي
د دغې نظرپوښتنې پایلې همداشان د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو په تګلارې باندې د باور د کمیدو بیانوونکې دي.
پارس ټوډی- د آرټس انټرنیشنل مرکز په همکارۍ سره د فلسطین د څیړنو او تحقیقاتو د مرکز له خوا د یوې ترسره شوې نظرپوښتنې پایلې، د اوربند او د اسیرانو د تبادلې په مذاکراتو کښې د مقاومت له غوښتنو د فلسطین د خلکو د پراخ تایید بیانونکې دي کوم چې د قطر په پلازمینه دوحه کښې روان دي.
دغه نظرپوښتنه چې د روانې جولایۍ له ۶ نه تر ۱۰ نیټې د غزې او لویدیځې غاړې په شمول د نیواکي فلسطین په مختلفو سیمو کښې ترسره شوې ده، ښودنه کوي چې ۹۳.۴ فیصده ګډونوال په کښې ټینګار لري چې د مقاومت غوښتنې په تیره بیا په انساني مرستو، د اسرائیلي ځواکونو د شاتګ په پلانونو او په انساني او منطقي مذاکراتو کښې د جنګ د ختمولو لپاره په ضروري ضمانتونو پورې اړونده مسائل شامل وو او باید له نیواکګرو سره د اوربند د هر ډول احتمالي موافقې د بنیادي برخې په توګه په نظر کښې ونیول شي او ترې شاتګ ونه شي.
د دغې نظرپوښتنې پایلې همداشان د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو په تګلارې باندې د باور د کمیدو بیانوونکې دي.