د نتانیاهو د ائتلافي کابینې د سقوط احتمال پیاوړی کېږي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162854-د_نتانیاهو_د_ائتلافي_کابینې_د_سقوط_احتمال_پیاوړی_کېږي
پارس‌ ټوډی – یوه عبري ژبې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د ائتلافي کابینې د سقوط احتمال ته اشاره وکړه چې د داخلي اختلافاتو د شدت له امله رامنځته شوی. 
(last modified 2025-07-28T06:48:40+00:00 )
Jul 28, 2025 11:17 Asia/Kabul
  • د نتانیاهو د ائتلافي کابینې د سقوط احتمال پیاوړی کېږي 

پارس‌ ټوډی – یوه عبري ژبې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د ائتلافي کابینې د سقوط احتمال ته اشاره وکړه چې د داخلي اختلافاتو د شدت له امله رامنځته شوی. 

د «معاریو» ورځپاڼې لیکلي: د نتانیاهو د کابینې پرېکړه چې په محدودو ساعتونو کې د غزې لپاره د بشري مرستو د قطرې په څېر ننوتلو اجازه ورکړي، د نړیوالې ټولنې د سخت فشار لاندې او د صهیونیستي رژیم د خراب شوي تصویر د ښه کولو په موخه، د نتانیاهو د ائتلافي شریکانو  د مالیې وزیر بتسلئیل اسموتریچ ، او د داخلي امنیت وزیر، ایتمار بن ګویر، غوسه راپارولې ده. 

دې اسرائیلي ورځپاڼې لیکلي، اسموتریچ اعلان کړی چې د هغه ګوند به د کابینې د راتلونکي په اړه د سمدستي سیاسي مشورو ترسره کولو ته لاس پورې کړي.

هغه همدارنګه د نتانیاهو د فعالیت په وړاندې د اعتماد د بحران شتون ته اشاره کړې ده. 

د بن ګویر اړوند ګوند هم د نتانیاهو په ائتلاف کې د دوام په اړه مشورې کوي. د «معاریو» ورځپاڼې زیاته کړې چې د ښي اړخې جبهې د سقوط نښې په روښانه توګه څرګندې شوې دي. 

د صهیونیستي رژیم په حاکم ائتلاف کې درز یو نوی شی نه دی، خو د بن ګویر او اسموتریچ اړوند کوم ګوند چې ووځي، کیدای شي د ائتلافي اکثریت د نه ترلاسه کولو له امله د نتانیاهو کابینه سقوط کړي.