د حزبالله لوړپوړی چارواکی: مقاومت به هیڅکله تسلیم نه شي
Aug 23, 2025 15:47 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د حزبالله د اجرایوي شورا رئیس ټینګار وکړ چې د لبنان د دولت له خوا د مقاومت د بې وسلې کولو پریکړه غیرقانوني او د مشروعیت نه برخمنه ده او زیاته یې کړه چې مقاومت یوه نه ویجاړیدونکې کلتور او هویت دی.
شیخ علي دعموش د جمعې په ورځ وویل: هغه ناسمې پریکړې چې د لبنان دولت د مقاومت د بې وسلې کولو لپاره کړې، نه یوازې د ملي منشور سرغړونه ده، بلکې د ملي اجماع او لږ تر لږه عقلانیت نه هم بې برخې ده.
نوموړي زیاته کړه: څنګه ممکنه ده هغه هیواد چې خاوره یې د دښمن له خوا اشغال شوې، په خلکو یې هره ورځ برید کیږي، د خلکو د کلیو او کورونو ته د بیرته ستنیدو مخه یې نیول شوې او زامن یې د دښمن په بند کې دي، دولت یې پریکړه وکړي چې د هیواد یو له مهمو ځواکونو، یعنې مقاومت، ترې واخلي؟
ټیګونه