د صهیونیستي رژیم پوځ په سوریې کې پرمختګ کړی
Aug 28, 2025 07:08 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځیانو د قنیطرې او دمشق سویل په ځینو سیمو کې پرمختګ کړی.
د چهارشنبې په ورځ، صهیونیستي اشغالګرو پوځیانو د قنیطرې په څنډو کې د الصمدانیه لوېدیځې کلي ته نږدې په رسم الرواضي سیمه کې د سوریې په خاوره کې پرمختګ وکړ.
د سوریې رسنیو همداراز راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوځیانو د دمشق سویل په بیت جن کلي کې پرمختګ کړی.
د چهارشنبې په سهار، د صهیونیستي رژیم پوځي موټر د قنیطرې په څنډو کې د کودنه کلي او رسم سند فارم پر لور وخوځېدل او په دغو سیمو کې حضور پیدا کړ.
دا عملیات څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د سوریې د پوځ څلور سرتېري د دمشق سویل لویدیځ ته د صهیونیستي رژیم په برید کې ووژل شول.
ټیګونه