تل ابیب کښې زرهاو صهیونیسټانو د نتانیاهو خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164272-تل_ابیب_کښې_زرهاو_صهیونیسټانو_د_نتانیاهو_خلاف_مظاهرې_وکړې
پارس ټوډې - په زرګونو صهیونیسټانو تیره شپه د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خلاف په سترو مظاهرو سره د غزې پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو او د صهیونیسټي بندیانو د خوشې کولو د هڅو غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-09-07T07:50:37+00:00 )
Sep 07, 2025 12:18 Asia/Kabul
  • تل ابیب کښې زرهاو صهیونیسټانو د نتانیاهو خلاف مظاهرې وکړې

پارس ټوډې - په زرګونو صهیونیسټانو تیره شپه د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خلاف په سترو مظاهرو سره د غزې پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو او د صهیونیسټي بندیانو د خوشې کولو د هڅو غوښتنه وکړه.

په زرګونو صهیونیسټان د تل ابیب سړکونو ته راووتل او له اسراییلي چارواکو یې وغوښتل چې په غزه کې جګړه ودروي او له هغه ځایه د صهیونیسټي بندیانو د خوشې کولو لپاره کوشش وکړي.

لاریون کوونکو د غزې ښار د نیولو په پلانونو باندې هم اعتراض وکړ.

د الجزیرې په وینا، صهیونیسټي لاریون کوونکو شعارونه ورکول او په دې باور وو چې دا ډول عملیات کولی شي د پاتې یرغمل شویو (په غزه کې د صهیونیسټي اسیرانو) ژوند په خطر کښې واچوي.

ځینو فلسطیني رسنیو هم راپور ورکړی چې په سلګونو صهیونیسټانو په اشغال شوي بیت المقدس کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کور مخې ته لاریون وکړ.