د نیواکي ټاټوبي په څو سیمو کښې تیارسی اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164354-د_نیواکي_ټاټوبي_په_څو_سیمو_کښې_تیارسی_اعلان_شو
په نیواکي قدس کښې د ډزو له پيښې وروسته صهیونیسټي چارواکو په څو سیمو کښې د تیارسي حالت اعلان کړ.
(last modified 2025-09-08T23:29:35+00:00 )
Sep 09, 2025 03:56 Asia/Kabul
  • د نیواکي ټاټوبي په څو سیمو کښې تیارسی اعلان شو

په نیواکي قدس کښې د ډزو له پيښې وروسته صهیونیسټي چارواکو په څو سیمو کښې د تیارسي حالت اعلان کړ.

دا اقدام د ورته عملیاتو له ویرې ترسره شو. اسراییلي سرچینو اعلان وکړ چې د ډزو عملیاتو مرتکبین په موټر کې د راموت څلور لارې ته لاړل او په یوه بس یې ډزې وکړې.

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر هم اعلان وکړ چې هغه، د رژیم د امنیتي او پوځي ادارو د چارواکو سره یوځای، په نیواکي بیت المقدس کې له عملیاتو وروسته وضعیت ارزوي.

په دغو عملیاتو کې نزدې شل کسان مړه او ژوبل شول.