شیخ نعیم قاسم: اسرائیل مخ په نسکوریدا او زوال دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164746-شیخ_نعیم_قاسم_اسرائیل_مخ_په_نسکوریدا_او_زوال_دی
پارس ټوډی – د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر «شیخ نعیم قاسم» په خپل هیواد کښې د پیچرونو په چاودولو کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایت د کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ:د اسرائیلو رژیم به نسکور شي.
(last modified 2025-09-18T06:19:28+00:00 )
Sep 18, 2025 10:46 Asia/Kabul
  • شیخ نعیم قاسم: اسرائیل مخ په نسکوریدا او زوال دی

پارس ټوډی – د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر «شیخ نعیم قاسم» په خپل هیواد کښې د پیچرونو په چاودولو کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایت د کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ:د اسرائیلو رژیم به نسکور شي.

د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم پرون د پیجرونو په چاودولو کښې د صهیونیسټ رژيم  د جنایت د کلیزې په مناسبت په یوې وینا کښې ټینګار وکړ:جنایتکار او نیواکګر اسرائیل به نسکور شي.

د پارس ټوډې سایټ د راپور پراساس د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم د پیجرونو د پیښې ژوبلو کسانو ته په خطاب کښې وویل:تاسو همدا اوس د خپلو زخمونو د درملنې او معالجې په حال کښې یاست او زر به جوړ شئ او په دغه امتحان کښې به بریالي شئ او د ښه کیدا په حال کښې یاست.تاسو خپله لاره د بینایې له بصیرت څخه ورهاخوا کچ کوئ ، اسرائیل به نسکور شي.

شیخ نعیم قاسم زیاته کړه دښمن په جنګ کښې د تاسو د رول د له مینځه وړلو هڅه کوله خو تاسو اوس هم رول لوبوئ او خپلې لارې ته دوام ورکوئ ځکه چې د هغه کار ارزښت چې تاسو یې په خپلو ژوبلیدا سره ترسره کوئ ډیر زیات دی او د مقاومت د سید الشهدا  سید حسن نصر الله او د مشرانو لارې ته دوام ورکوئ، تاسو تر ټولو ستر مقاومت یاست او پوه شئ چې اسرائیل به نسکور شي ځکه چې تیریګر ، جنایتکار او نیواکګر دی او تاسو بریالي کیږئ.

د حزب الله مشر شیخ نعیم قاسم زیاته کړه تاسو ژوبل کسان د بصیرت مخکښان ، د امید کلید ، له ابدي ژوند سره عشق او د ژوند رڼا او د لارې هدایتونکي او  روزونکي او ښودونکي یاست.