په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د نسل‌وژنې حیرانوونکې شمېرې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i166474-په_غزه_کې_د_صهیونیسټي_رژیم_د_نسل_وژنې_حیرانوونکې_شمېرې
پارس ټوډې - د غزې جګړې نوې احصایې د صهیونیسټي رژیم د نسل‌وژنې وحشتناک ابعاد ښيي؛ له ۶۴ زرو زیات شهیدان او ۱۶۴ زره ټپیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، د صهیونیسټانو د دې بې‌سارې جنایت قربانیان دي.
(last modified 2025-10-28T10:12:38+00:00 )
Oct 28, 2025 14:40 Asia/Kabul
  • په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د نسل‌وژنې حیرانوونکې شمېرې

پارس ټوډې - د غزې جګړې نوې احصایې د صهیونیسټي رژیم د نسل‌وژنې وحشتناک ابعاد ښيي؛ له ۶۴ زرو زیات شهیدان او ۱۶۴ زره ټپیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، د صهیونیسټانو د دې بې‌سارې جنایت قربانیان دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې، غزه د معاصر تاریخ یو له تر ټولو وینو تویوونکو او بې‌رحمه پوځي بریدونو شاهده وه. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې نېټې د صهیونیسټي رژیم د تېري راهیسې، د فلسطین د روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو له خوا خپاره شوې احصایې، له یوې انساني فاجعې پرده پورته کړې چې ابعاد یې له تصوره لوړ دي.

د مستندو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې، له ۶۸ زرو زیات کسان شهیدان شوي او ۱۶۴٬۲۶۰ کسان ټپیان شوي دي؛ هغه احصایه چې هره ورځ د صهیونیسټي رژیم د وحشي بریدونو په دوام سره زیاتېږي.  

د دې نسل‌وژنې قربانیانو یوه لویه برخه ښځې او ماشومان دي. د راپورونو له مخې، له ۱۴۸۰۰ زیات فلسطیني ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور د لوږې او ناسمې تغذیې له امله شهیدان شوي دي. دا احصایه نه یوازې د صهیونیسټانو د بریدونو شدت ښيي، بلکې د ملکي وګړو او حیاتي زیربناوو لکه روغتونونو، ښوونځیو او امدادي مرکزونو مستقیم نښه کول ثابتوي.

د انساني تلفاتو تر څنګ، د غزې حیاتي زیربناوې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي او له ۳۰۵۲ زیات مستقیم بریدونه پر استوګنیزو سیمو، روغتونونو او امدادي مرکزونو ثبت شوي دي. همدارنګه، شپږ ډله‌ییز قبرونه په روغتونونو کې موندل شوي چې د اشغالګرو ځواکونو له خوا د فلسطیني قربانیانو سره غیرانساني چلند ښيي.

صهیونیسټي رژیم حتی له امدادګرانو او خبريالانو نښه کولو څخه هم ډډه نه کوي او د وروستیو راپورونو له مخې، له ۴۹۱ زیات طبي کارکوونکي، ۱۴۱ خبريالان او ۶۷ کسان د مدني دفاع ځواکونه په دې بریدونو کې شهیدان شوي دي. دا کړنې نه یوازې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه دي، بلکې د صهیونیسټي رژیم له خوا د حقیقت غږ چوپ کولو او د میداني واقعیتونو خپرېدو مخنیوي سیسټماتیکه هڅه ښيي.

د دې احصایو تر څنګ، له ۷۰۰۰ زیات کسان لا هم ورک دي او ګمان کېږي ډېری یې د ویجاړو لاندې پاتې دي. د انساني حالت سختوالی، د خوړو، درملو او د څښلو اوبو شدید کموالی، او د غزې بشپړه محاصره، وضعیت په دې تړانګه کې د بشپړې فاجعې تر پولې رسولی دی.

په دې منځ کې؛ نړیواله ټولنه د دې نسل‌وژنې پر وړاندې سخته چوپتیا غوره کړې او سره له دې چې د بریدونو د بندولو او انساني حالت ته د رسېدلو لپاره مکررې غوښتنې شوې، غبرګونونه ډېری د ډیپلوماتیک بیانونو پورې محدود پاتې دي. دا چوپتیا، نه یوازې له جنګي جنایتکارانو سره همکاري ده، بلکې د فاجعې د دوام لپاره زمینه برابروي چې هره ورځ د سلګونو بې‌ګناه انسانانو ژوند اخلي.

په پای کې باید وویل شي چې د غزې جګړې حیرانوونکې احصایې، د یو جنایت ژوندی سند دی چې باید په تاریخ کې ثبت شي. په غزه کې د صهیونیسټي رژیم نسل‌وژنه نه یوازې سیمه‌ییز بحران دی، بلکې د نړیوال وجدان ازموینه ده؛ هغه ازموینه چې تر اوسه له اخلاقي او انساني ناکامۍ سره مل وه.