غزه کې د ۳۰ نورو فلسطیني شهیدانو جسدونه وسپارل شول
پارس ټوډی - د غزې د ناصر طبي کمپلیکس د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ۳۰ فلسطیني اسیرانو جسدونه، چې د اسرائیلو په زندانونو او توقیفخانو کې شهیدان شوي، د اسرائیلو لخوا وسپارل شول.
دې کمپلیکس زیاته کړه چې دا جسدونه د اوربند او د اسیرانو د تبادلې د تړون په چوکاټ کې ترلاسه شوي دي.
راپور وايي چې په پخوا سپارل شوو شهیدانو جسدونو باندې د شکنجې نښې څرګندې وې.
د سهشنبې په ورځ هم د ۴۱ نامعلومه هویت لرونکو شهیدانو جسدونه، چې په تېرو ورځو کې د اسرائیلو رژیم لخوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لارې غزې ته بېرته سپارل شوي وو، خاورو ته وسپارل شول.
د غزې د امداد او ژغورنې ویاند «محمود بصل» وویل چې د دې ۴۱ جسدونو هیڅ یو ونه پېژندل شو او د جسدونو د خرابوالي او تجزیې له امله د هویت معلومول ممکن نه وو.
بصل له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د DNA ازموینې لپاره تجهیزات او کارپوهان غزې ته واستوي یا اجازه ورکړي چې نمونې د ازموینې لپاره بهر ته ولېږدول شي ترڅو دا شهدا بېنومه پاتې نه شي.