په اسرائیلو کې لویه رسوایي؛ د لسګونو صهیونیستي مسئولینو نیول کېدا
-
په اسرائیلو کې لویه رسوایي؛ د لسګونو صهیونیستي مسئولینو نیول کېدا
پارس تودی- په نیواکي فلسطین کې د مالي فساد د دوسیې اشوا کېدا، بیا ځلې په دې سیمې کې د فساد د لمنې پراخېدو ته پاملرنې اړولې دي.
د المنار په خبري ویب پاڼه کې راغلی دی: د دوشنبې په سهار وختي، په نیواکې فلسطین کې پولیسو د مالي فساد د لویې دوسیې پورې اړوندو تحقیقاتو په ترڅ کې د کارګرانو د اتحادیي په دفترونو سختې حملې وکړې، او د دې اتحادیې یو شمیر جګپورې مسئولین یې ونیول. د پارس تودی له راپور سره سم، په نیول شویو کې د کارګرانو د اتحادیې مشر «ارنون بار دیوید» او د هغه مېرمنه هم شامله ده.
د صهیونیستي رسنیو له راپورس ره سم، ټاکل شوې ده چي لسګونه صهیونیستي مسئولین ونیول شي، او د رشوت د تر لاسه کولو په اړه ترې پلټنې تر سره شي.
د دې دوسیې لمنه دومره پراخه وه چي د رسنیو له راپور سره سم، اټکل کیږي چي ۳۵۰ نور صهیونیست مسئولین له پلټنو سره مخ شي.
تر سره شوي څېړنې ښیي چي د انشورنس د څانګې سوداګران، د صهیونیستي رژیم د کارګری د اتحادیې په دننه کې د فساد یوه شبکه یې مخته وړله، چي د رشوت د تر لاسه کولو په بدله کې له خپلې څوکۍ څخه په ناوړه استفادې سره، خدمات وړاندې کول.
دا څېړنې په خوفیه توګه د دوو کلونو په ترڅ کې تر سره شوي دي او اوس د صهیونیست رژیم د وتلیو مسئولینو د نیولو پړاو ته رسېدلي دي.
د نیواکي فلسطین د ښاروالیو مامورین، منجمله د ریشون لتسیون، کریات بیالک، کریات ګات او اشدود کارمندان او د نیواکي فلسطین د پټلۍ لارې او ایرلاینز شرکتونو کارکوونکې هم نیول شوي دي.
د ویلو ده چي د فساد دا دوسیه په نیواکي فلسطین کې د فساد یو تر ټولو لویه دوسیه بلل کیږي او اټل شوی دی چي په راتلونکو ورځو کې نور کسان هم ونیول شي.