فلسطین د صهیونیسټانو په پرلهپسې حملوسره له مینځه نه ځي
د الجزایر ولسمشر د غزې پر ضد د صهیونیستانو دوامدارو بریدونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دا کړنې هېڅکله هم د فلسطین د هېواد د له مینځه وړلو سبب نشي کېدلی.
د «الشروق» د راپور له مخې، د الجزایر ولسمشر «عبدالمجید تبون» په هغه پیغام کې چې د دغه هېواد د مجاهدینو (پخوانیو مبارزینو) وزیر «عبدالمالک تاشریفت«د فلسطین له ملت سره د نړیوال پيوستون د ورځې» په مناسبت په یولړ مراسمو کې ولوست، اعلان وکړ: صهیونیستي نیواکګر د فلسطیني ملت پر ضد په دوامداره تیریو سره د نړیوالو قوانینو او د نړیوال بشردوستانه قانون تر ټولو ابتدایي اصول تر پښو لاندې کوي.
هغه په خپل پیغام کې زیاته کړه: صهیونیستي نیواکګر هڅه کوي چې په غزه کې ژوند ناممکن کړي او په هممهاله ډول په لوېدیځي غاړې او بیتالمقدس کې د فلسطیني ټاټوبي د غصب کولو لړۍ روانه وساتي.
د الجزایر ولسمشر په ټینګار سره وویل چې دغه تېري هېڅکله هم د فلسطین د دولت د له منځه وړلو لامل نه شي کېدالی. هغه څرګنده کړه چې نیواکګر د همدې هدف لپاره د نړیوال قانون تر ټولو بنسټیز اصول له پامه غورځوي؛ د غزې بیخ بینائي تاسیسات په منظمه توګه ړنګوي، د روغتیائي نظام پر بنسټونو بریدونه کوي او خلک د محاصرې او لوږې له لارې په سختو دباؤنو کې ساتي.
تبون وویل چې هېواد ئې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د نیواکګر رژیم دې ته مجبوره کړي څو نړیوال قوانین ومني، د غزې محاصره سمدستي او په بشپړ ډول ختمه کړي او ټولې لاري د بشردوستانه مرستو د داخلېدو لپاره پرانیزي.
هغه یو ځل بیا د الجزایر پر پریکنده دریځ ټینګار وکړ چې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو ملاتړ کوي او دا ئې د فلسطینیانو د ځانوړتیا او خپلواک دولت د جوړولو د حق د ټینګښت لپاره «یو بنسټیز ګام» وباله.
د الجزایر ولسمشر په پای کې وویل: الجزایر به پر خپل عهد ټینګ پاتې شي او تل به له نیواکي فلسطین سره دخپلې ورورولۍ ملاتړی وي، او تر هغه به د هغوی له حقوقو دفاع کوي چې فلسطینیان خپل بشپړه حاکمیت ترلاسه کړي او خپل آزاد او مستقل هېواد د بیتالمقدس په پلازمېنه جوړ کړي.