نتانیاهو: اسرائیل به په سوریه کې پاتې شي
Dec 08, 2025 07:00 Asia/Kabul
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې دا رژیم به په سوریه کې پاتې شي او د دروزو امنیت باید تضمین شي.
د الجزیرې د نن سهار د راپور له مخې، نتانیاهو یو ځل بیا د حماس د بې وسلې کولو ادعا تکرار کړه او ویلي، حماس او غزه به بې وسلې شي او دا چاره که اسانه وي، یا سخته، خو ترسره به شي.
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر دا ادعا هم وکړه چې موږ ټول اسرائیلي اسیران په غزه کې د نظامي او سیاسي فشار په مټ آزاد کړي دي.
ټیګونه