د فلسطین یوه  نه‌انکارېدونکې نړیواله قضیه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i168764-د_فلسطین_یوه_نه_انکارېدونکې_نړیواله_قضیه_ده
شیخ الازهر احمد الطیب په یولړ څرګندونو کې  وویل: د فلسطین مسئله د ظلم او تېري یوه خورا خطرناکه مرحلې ته رسېدلې ده، او دا حالت له ټولو تمدني، دیني، انساني او اخلاقي ارزښتونو اوښتی دی.
(last modified 2025-12-24T00:24:28+00:00 )
Dec 24, 2025 04:51 Asia/Kabul
  •   د فلسطین یوه  نه‌انکارېدونکې نړیواله قضیه ده

شیخ الازهر احمد الطیب په یولړ څرګندونو کې  وویل: د فلسطین مسئله د ظلم او تېري یوه خورا خطرناکه مرحلې ته رسېدلې ده، او دا حالت له ټولو تمدني، دیني، انساني او اخلاقي ارزښتونو اوښتی دی.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي، د الازهر شیخ ټینګار وکړ چې د فلسطین قضیه نه‌انکارېدونکې ده، او د فلسطین مسئله داسې پړاو ته رسېدلې ده چې نور هېڅوک بله لاره نه لري؛ یا به د دغو جنایتونو پر وړاندې ودرېږي، او یا به د دغو انساني غمیزو ملګری وي.

په راپور کې وئيل شوي دي چې شیخ الازهر احمد الطیب په یولړ څرګندونو کې  وویل: د فلسطین مسئله د ظلم او تېري یوه خورا خطرناکه مرحلې ته رسېدلې ده، او دا حالت له ټولو تمدني، دیني، انساني او اخلاقي ارزښتونو اوښتی دی.

د الازهر شیخ، احمد الطیب، په قاهرې کې د ایټالیا له سفیر «آګوستینو بالیززي» سره په لیدنه کې دغه وضعیت «نسل‌وژنه» وبلله؛ داسې نسل‌وژنه چې د یوه پیاوړي او سمبال پوځ له خوا د بې‌وسه ولس پر وړاندې ترسره کېږي، او په ترڅ کې ئې د ماشومانو او  عامو وګړو وینه تویېږي.

هغه ټینګار وکړ: په دې اړه هېڅ دوه نظرونه نشته؛ یا باید د دغو جنایتونو پر وړاندې ودرېدل شي، او یا انسان په دغو جنایتونو کې شریک بلل کېږي.

هغه د زرګونو فلسطینیانو پر شهادت ژوره خواشیني وښودله، او وې ویل چې «نیواکګر رژیم او د هغه ملاتړي» تر ټولو زیات زیانمن شوي دي؛ ځکه د دروغجنو تبلیغاتو له ایشوا کېدو وروسته د نړۍ عامه افکار بدل شوي، او د لوېدیځو هېوادونو خلکو په لاریونونو کې دا وژنې وغندلې.

شیخ الازهر زیاته کړه: د لوېدیځو هېوادونو خلک سړکونو ته راووتل  څو د غزې جنایتونه وغندي، او نیواکګر ئې داسې  رژیم وباله چې د بشریت پر وړاندې ئې تر ټولو وحشیانه جنایتونه ترسره کړي دي. له همدې امله، کله چې د نیواکګرو ریښتینی څېره بربنډه شوه، ولسي ملاتړ ترې له مینځه ولاړ.