په رفح کې د دوو صهیونیستي فوځیانو ټپې کېده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169532-په_رفح_کې_د_دوو_صهیونیستي_فوځیانو_ټپې_کېده
د غزې په جنوب کې په رفح کې له فلسطیني مقاومت سره په نښته کې دوه صهیونیستي فوځیان ټپیان شوي دي.
(last modified 2026-01-14T09:17:35+00:00 )
Jan 14, 2026 13:46 Asia/Kabul
  • په رفح کې د دوو صهیونیستي فوځیانو ټپې کېده

د غزې په جنوب کې په رفح کې له فلسطیني مقاومت سره په نښته کې دوه صهیونیستي فوځیان ټپیان شوي دي.

صهیونیسټي ورځپاڼې «یسرائیل هیوم» زیاته کړه: په رفح کې د فلسطین مقاومت ځواکونو سره په نښتو کې دوه اسراییلي سرتیري سخت ټپیان شول.

د الجزیرې مباشر له راپور سره سم، صهیونستي رژیم پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسراییلو پوځي ځواکونو په لویدیځ رفح کې شپږ وسله وال فلسطینیان تر نظر لاندې نیولي او له هغوی سره د نښتې وروسته یې دوه تنه وژلي دي. د صهیونستي رژیم پوځ زیاته کړه: د اسراییلو نظامیانو او دغو وسله والو کسانو ترمنځ نښته په لویدیځ رفح کې لا هم روانه ده.