غزه؛ د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د وجدان ازموینه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169756-غزه_د_۲۰۲۶_کال_د_نړۍ_د_وجدان_ازموینه
د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په  دې شیبو کې؛غزه او  د نړئ وجدان ؛ نومې ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه مطلب کې  د غزې وضعیت  ته یوه ځغلنده کتنه کوو،؛ یو داسې  ځای چې خلک ئې له کلونو جګړو او د وحشي اسراییلي رژیم له ویجاړیو وروسته، په یوه مرګوني ژمي کې د سیلابونو، سختو بارانونو، نړېدلو کورونو او د خوړو او څښاک د اوبو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان دي. په دې هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي له مونږ سره ووسئ.
(last modified 2026-01-20T09:03:53+00:00 )
Jan 20, 2026 13:28 Asia/Kabul
  • غزه؛ د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د وجدان ازموینه

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په  دې شیبو کې؛غزه او  د نړئ وجدان ؛ نومې ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه مطلب کې  د غزې وضعیت  ته یوه ځغلنده کتنه کوو،؛ یو داسې  ځای چې خلک ئې له کلونو جګړو او د وحشي اسراییلي رژیم له ویجاړیو وروسته، په یوه مرګوني ژمي کې د سیلابونو، سختو بارانونو، نړېدلو کورونو او د خوړو او څښاک د اوبو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان دي. په دې هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي له مونږ سره ووسئ.

   قدرمنو دوستانو د نوي میلادي کال په پیلېدو سره، نړۍ یو ځل بیا خپل کلینډر یا کال هینداره   اړوي. ۲۰۲۶ کال را رسېدلی؛ داسې کال چې ډېر خلک ئې په هیلو او ارمانونو سره پیلوي. خو د دې نړۍ په یوه کونج کې، هلته چې د سمندر او کنډوالو ترمنځ واقع دی، داسې ښکاري چې وخت ولاړ دی. د غزې د خلکو لپاره نوی کال نه د جشن او خوشحالۍ، بلکې د ساړه، باران او مرګ له پیل سره رارسیدلی دی.

غزه نن سبا د نړۍ د وجدان ازموینه ده؛ یوه  داسې تله چې ښئي په دې نوي کال کې انسانیت څومره وزن لري.

غزه هغه ځای دی چې ښئي انسانیت د بې‌وسه انسانانو د کړاو پر وړاندې څومره ارزښت لري. د غزې خلک له باران سره نااشنا نه دي؛ کلونه کېږي چې د مدیترانې پر غاړه ژوند کوي، له معتدلې هوا او نرم ژمي سره، له هغو بارانونو سره چې یو وخت د برکت نښه وه. خو سږکال حالت بدل دی. ژمی، که هر څومره هم نرم وي، د بې‌سرپناه کډوالو لپاره سخت دی؛ نو تصّور وکړئ کله چې د «بایرون» په نامې  سره دروند قطبي باراني سیستم د غزې له آسمانه تېر شي او د دې ښار کنډوالې لا پسې ګډې وډې کړي.

         نو  اوس،  راګرځو یوه خبره درسره شریکوو،!  وائي چې  حمزه او هغه درد چې بیا راژوندی شو.

د اسراییلي وحشي رژیم د جګړې د جهنمي شپو ورځو انځورونه لا هم د حمزه په ذهن کې ګرځي؛ هغه شپې ورځې چې پکې لوږه وه، تنده وه، قحطي وه او د کورونو، ښوونځیو ،جوماتونو او روغتونونو پرله‌پسې بمبارۍ وې. د لوګي، اور او وینې بوي په وران شوي ښار کې خور ؤ، او ژوند لکه د باد په وړاندې یوه وړوکې لمبه، د مړکېدو په حال کې ؤ.

په هماغو لوګي‌ډکو او اورینو شپو ورځو کې، په شجاعیې  سیمې کې د هغوی کور ونړېد او د حمزه پښې د کنډوالو لاندې ټوټې ټوټې شوې. د غزې ډاکترانو په لږو امکاناتو سره سره، د فلزي پلاټینونو او پیچونو په وسیله ئې د هغه پښې په نیمه مړه حالت کې ودراولې، څو ژوندی پاتې شي او د خپلې کورنۍ تکیه‌ګاه وي

حمزه په  هغو ۱۷۱  زره ټپیانو شامل  دی چې د صهیونیسټي رژیم د دوو کلونو جګړې له امله په غزې کې پاتې دي. هغه لا هم هغه ورځ نه ده هېره کړې چې د کنډوالو لاندې ئې پښې څېرې شوې. او اوس، هماغه درد یو ځل بیا ورګرځېد؛ دا ځل په باد، باران او ساړه سره، چې له یوې میاشتې راهیسې ئې پر غزې ویرونکی سیوری غوړولی دی.

Image Caption

 

باد او باران په شور سره پر خیمې لګېږي، او حمزه د خیمې په یوه کونج کې پر یو  زاړه لرګین کټ ناست دی،خپل ماشومان ئې په غېږ کې نیولي، څو د خیمې په دننه کې د سیلاب اوبو کې ډوب نه شي. هوا سړه او تیاره ده، او درد  ورو ورو د هغه د پوستکي او هډوکو ترمنځ ننوځي. خو د خپلو ماشومانو د بې‌وسۍ او د ډوبېدو له وېرې، ځان ټینګ ساتي.

          کله چې هوا سړه او باراني شي، نو د څېرلو خیمو  له هرې خوا اوبه د خلکو پر سر څاڅي. د پښو پلاټینونه لکه د یخ سړېږي، او درد د شپې د خوب اجازت نه ورکوي. د ټپیانو لپاره شپې د وخت معنا نه لري؛ هره شېبه له وېرې او درد سره تېریږي.

حمزه یوازې نه دی؛ په غزې کې زرګونه داسې ټپیان شته چې لاسونه او پښې ئې پلاټین پلیټونه یا راډونه  لري او همدا درد زغمي. ساړه ئې هډوکي او غوښه سوځوي، هماغسې لکه څنګه چې د اسراییلي وحشي رژیم جګړې یو وخت د هغوی ژوند سوځولی و.

 نو  یو   ماشومان په دې ساړه کې څه کوي؟

 وائي چې ؛ د ماښام اته بجې وې. سخت باد او باران روان ؤ، او په خان‌یونس کې هوا لا نوره هم سړېدله. د هاجر او د هغې د مېړه زاړه خیمه  د باد له امله رپېده، او د هډوکو سوځوونکي ساړه پر وړاندې هېڅ ساتنه نه وه.

هاجر ستړې وه. خپله څو میاشتېنئ لور، رهف، ئې ټینګه په غېږې کې نیولې وه او ورته ئې لالائي ویله، څو د کوچنۍ سترګې درنې شي. نجلۍ نرۍ او کمزورې وه، او خوارځواکئ ئې بدن کمزوری کړی و. نیمه شپه، هاجر د سخت ساړه او د باران د څاڅکو په غږه راویښه شوه. خیمه له څو ځایونو څېرل شوی او شلیدلې وه، او باران پرې ورېده.

د هاجر لاس په تیارې کې د رهف پر مخ ولګېد... یخ ؤ. رهف لکه یوه سړه، کلکه تیږه وه. هاجر په وېرې  سره چیغه کړه او رهف ئې په غېږې کې ونیوله. د ډاکترانو هڅې د رهف د ژوندي کولو لپاره بې‌پایلې وې.

هو!!!!!!   هغه نوزیږئ ماشومه چې یخه شوه.

 

          د غزې یو میاشتنی نوزیږی، سعید اسعد عابدین، هم د رهف په څېر د سخت ساړه له امله سا ورکړه. همدارنګه نهه کلنه نجلۍ، هدیل حمدان، په هغه ښوونځي کې چې د کډوالو په کیمپ بدل شوی و، د ساړه له امله شهیده شوه.

دا ماشومان د جګړې، خوارځواکۍ او  د  سختو بارانونو د ګډو پایلو قربانیان دي. د غزې سږنی ژمی له ټولو پخوانیو ژمو سره توپیر لري؛ او نړۍ لا هم د هغوی کړاؤ ته ننداره ده.

او اوس،  د غزې  دریم اړخ ته یوه ځغلنده کتنه کوو،؛ یو داسې انځور چې کورونه پکې نړېږي. باران لا هم بې‌وقفې ورېږي او د چتونو د چرچرو غږ د خطرې ټلۍ کړنګوي. هغه کورونه چې تېر کال له بمبارۍ  سالم  پاتې  وو، اوس ئې نور خپل ټینګښت له لاسه ورکړی دی. دېوالونه ئې چاودیدلي، چتونه لَمده او نرم شوي، او هره شېبه دا امکان شته چې د باران وزن او د اوبو  ننوتل، هغوی پر ځمکه راچپه کړي. کوڅې له خټو، اوبو او د کنډوالو له ټوټو ډکې شوې دي. خلک په وېره بالکونونو ته ګوري، چتونو ته سترګې غړوي،او هر غږ، هر رّپ، زړونه په درزا راولي.

Image Caption

 

د یاسین کورنۍ په معجزناک ډول د جګړې پر مهال د خپل کور د چت له نړېدو وژغورل شوه، خو د کنډوالو او باران لاندې د مړه کېدو وېره ئې روح او روان ستړی کړی دی. دا ویره چې هره شېبه ښائي زیانمن شوی چت د دوي پر سر راولوېږي، دوی   یوه شېبه هم آرام ته نه پرېږدي. د هغه استوګنیزې ودانۍ د لومړي پوړ فرش، چې ابتسام پکې اوسېده، ونړېد او ټولې خونې، پخلنځی او آن د کور وسایل کوڅې ته ولوېدل. د دېوالونو او وسایلو د لوېدو غږ د وېرې او ناامنۍ ګډ احساس رامینځته کوي، او آن د شاوخوا کوڅو د خلکو تګ راتګ هم له وېرې او اضطرابه ډک شوی دی.

           د کورونو نړیدل یوازې د باران پایله نه وه؛ د اوبو نشتوالي، د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړېدل، د فاضلابو  یا  ګنده اوبو چینلونونو  او د پمپ سټېشنونو تخریب، ځمکه او ودانۍ کمزورې کړې وې. ډېر دېوالونه چې مخکې ئې یوازې واړه درزونه درلودل، اوس د اوبو د لږ  دباؤ  او وزن په وړاندې هم ونړېدل. د بخښنې نړیوالې ادارې  (ایمنسټي انټرنیشنل) تر دې مخکې اعلان کړی و چې د غزې ۸۱ فیصده  ودانۍ د جګړې پر مهال زیانمنې شوې دي. اوس حتی منځنۍ کچې بارانونه هم کولای شي د بشپړ نړېدو لامل شي.

د سیمو عمومي انځور د نه ختیمدونکي خپسکې  په څېر دی؛ د کنډوالو خزلې  او ټوټې په کوڅو کې  ټولې شوې، کورونه نیمه‌ویجاړ دي، او د بې‌ځایه شویو خیمې  د زَړو ودانیو ترڅنګ درَول شوي دي. خلک اړ دي چې د کورونو د پاتې شونو او ناامنو خیمو  ترمنځ تګ راتګ وکړي، د چت د نړېدو او یا د دېوال د ښوېدو له وېرې سره. د باران هر څاڅکی، د باد هره چپه، یو احتمالي ګواښ دی.

 دا کورونه نور یوازې سرپناه نه دي؛ بلکې د خپلو اوسېدونکو د ژوند لپاره ګواښ ګرځېدلي دي. حتی هغه کسان چې فکر ئې کاوه په نسبتاً خوندي ودانیو کې اوسي، د هر باران او یا سخت باد پر مهال له وېرې او اضطراب سره مخ وي. باران چې له خاورې او خټو سره  یو ځاي شوی، د کورونو فرشونه او کوڅې ښوئې کړې دي او تګ راتګ ئې ستونزمن کړی دی. هره شېبه د کورونو د بشپړ نړېدو او د اوسېدونکو د مړکېدو امکان شته، او هېڅوک د خپل ژوند ضمانت نه لري.

انځورونه او راپورونه ښئي چې د کورونو نړېدل یوازې په یوه یا دوو ودانیو پورې محدود نه دي. سیمې یو په بل پسې له همدې ستونزې سره مخ دي؛ چتونه لمده شوي او دېوالونه چاودلي دي. وضعیت دومره خراب دی چې حتی ژغورونکي هم  سیمو ته د رسېدو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، او ډېری وخت یوازې د پېښو ننداره کولای شي. ........  نو د غزې څلورم اړخ ته  ګورو!!!!! «خدایه، باران ودروه.

                   د بې‌ځایه شویو کمپونه له اوبو او خټو ډک شوي دي. ډېرې خیمې شلیدلې، څېرلي او ناامنه دي. عالیه، چې د کیمپ یوه اوسېدونکې ده، وائي:  «ټوله شپه لمده وم، سهار مې پوستکی شین شوی و.  ژړل مې او ومې ویل: خدایه، باران بند کړه...»

اوربند راغی، خو آرامي نه . لارې بندې پاتې شوې او نړیوالې مرستې په بشپړ ډول راونه رسېدې. د غزې خلک له  باران او سیلابونو سره یوازې پرېښودل شوي دي.

 قطبي سسټم  «بایرون» یوازې باران او باد نه ؤ؛ دا د هغه ښار پر بدن ګوزار و، چې بنسټیز تاسیسات ئې په قصدي ډول ویجاړ شوي وو. د اوبو د  ټولولوچینل ، د پمپ سټېشنونه او د فاضلاب سیستمونه ټول نړېدلي دي.

باران سمندر ته د تلو لاره نه لري، او ځمکه ئې د جذب توان نه لري. پایله ئې ککړ سیلاب دی، چې کور،خیمې او د انسان ژوند یو ځاي له منځه وړي.

په څو شپو ورځو کې لسګونه زره خیمې  ویجاړې شوې، ودانۍ ونړېدې او ژوندونونه  له لاسه ولاړل. بې‌ځایه شوي خلک له یوې مرګونې ټاکنې سره مخ دي: څېرلی  خیمه  که نیمه‌ویجاړ کور.

  د غزې ژمی یوازې یخ نه دی؛ وږی هم دی. له یو نیم میلیون څخه ډېر خلک د  خوړو  له سختې ناامنۍ سره مخ دي.

خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې، او ماشومان او امیئندوارې ښځې تر ټولو ډېر زیان ویني. د څښلو پاکې اوبه کمې دي او د ځمکې لاندې ۹۷ فیصده اوبه ککړې شوې دي.

لوږه په ژمي کې نوې معنا پیدا کوي. کمزوری بدن د ساړه پر وړاندې ژر تسلیمېږي. نوزیږي  او ماشومان، له دې مخکې چې د ژوند فرصت ومومي، خاموشیږي.

نو بیا وینو چې .....، غزه د انسانیت په ازموینې بدلېږي.

         د غزې خلکو د اسراییلي رژیم له‌خوا کلونه تپل شوي جګړې او بمبارۍ زغملې دي. اوس له یوه مرګوني ژمي سره مخ دي؛ داسې ژمی چې که نړۍ اراده کړې وای، یوازې یخ به و، نه وژونکی. خو غوږونه تړل شوي دي. هوکړه‌لیکونه پر کاغذ پاتې دي، او غزه په یوازیتوب کې ساه ورکوي.

۲۰۲۶ کال تازه پیل شوی دی. نړۍ لا هم د پرېکړې فرصت لري. غزه  اوس یوازې یوه جغرافیه نه ده؛ دا د بشریت د وجدان ازموینه ده. دا چې په دې نوي کال کې انسانیت ژوندی پاتې کېږي که نه، ځواب ئې باید د غزې د خلکو په برخلیک کې ولټول شي.

یوه داسې ازموینه چې ځواب یې د انسانیت راتلونکی روښانه کوي.

هو! راځئ په دې نوي کال کې مونږ د نړۍ ټول خلک لاسونه سره ورکړو، او غزه ـ داهېر شوی وطن ـ بیا راپه یاد کړو، څو د انسانیت او د بشري وجدان اور بل او ژوندی وساتل شو.

(سیماب)

***************************************************