د لبنان حزب‌الله د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169968-د_لبنان_حزب_الله_د_ایران_پر_ملاتړ_ټینګار_وکړ
د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي په خپله تازه وینا کې ټینګار کړی، چې د لبنان حزب‌الله د ایران پر ضد د امریکا د اقداماتو پر وړاندې د ایران له نظامه ملاتړ کوي.
(last modified 2026-01-25T09:50:16+00:00 )
Jan 25, 2026 14:13 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب‌الله د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ

د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي په خپله تازه وینا کې ټینګار کړی، چې د لبنان حزب‌الله د ایران پر ضد د امریکا د اقداماتو پر وړاندې د ایران له نظامه ملاتړ کوي.

د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم په خپلو څرګندونو کې د امریکا د اقداماتو په مقابل کې د ایران د نظام او دولت د بشپړ ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د لبنان حزب‌الله به د ایران د اسلامي انقلاب د اهدافو تر بشپړ تحقق پورې د ایران د ملت او نظام تر څنګ ولاړ وي.

په همدې وخت کې د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع هم په خپلو څرګندونو کې په لوېدیځه اسیا کې امریکايي ځواکونو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که د ایران پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام وشي، د یمن پوځ به امریکايي بېړۍ په نښه کړي.