د لبنان په جنوب باندې د صهیونیستي رژیم هوایي برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i170898-د_لبنان_په_جنوب_باندې_د_صهیونیستي_رژیم_هوایي_برید
لبناني رسنیو د لبنان په جنوب کې د صیدا په ولسوالۍ کې د تبنا په سیمې باندې د صهیونیستي رژیم د هوایي برید خبر ورکړي دي.
(last modified 2026-02-19T09:35:21+00:00 )
Feb 19, 2026 14:02 Asia/Kabul
  • د لبنان په جنوب باندې د صهیونیستي رژیم هوایي برید

لبناني رسنیو د لبنان په جنوب کې د صیدا په ولسوالۍ کې د تبنا په سیمې باندې د صهیونیستي رژیم د هوایي برید خبر ورکړي دي.

د لبناني ځایي سرچینو له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم تیارې د لبنان په جنوب کې د ریحان په غره کې هم په یوې سیمې باندې سختې بمبارۍ تر سره کړې دي.

تر اوسه پورې د لبنان حکومت او د دې هیواد رسمي رسنیو د دې بریدونو د مرګژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

ها خوا بیا د الجزیرې چېنل په خپل راپور کې ویلي دي چي د صهیونیستي رژیم پوځ ادعا کړې ده چي د یادو بریدونو په ترڅ کې یې د لبنان په جنوب کې د حزب ا... غورځنګ پټنځایونه او تاسیسات یې په نښه کړې دي.