په صهیونیستي اهدافو باندې د حزب الله بریدونه
پارس تودی- حزب الله غورځنګ د حیفا په سمندرې اډې باندې په پراخو توغندوي بریدونو سره، د صهیونیست رژیم د فوځیانو میشت ځایونه او زغروال اهداف یې وځپل.
د پارس تودی له راپور سره سم، د لبنان د حزب الله غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په مرکبا ښار کې د صهیونیست رژیم په نوې جوړه شوې اډې کې په زغروالو ګاډو باندې د دریم ځل لپاره د برید خبر ورکړ.
د لبنان د حزب الله غورځنګ د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان وکړ چي د صهیونیست رژیم د زغروالو ګاډو کاروان چي د وادی العصافیر له سیمې څخه د الخیام ښار په جنوب کې د الحارې په لورې روان وه، په نښه شوې او د سختو ګوزارونو د امله، شاتګ ته مجبوره شوي دي.
د لبنان حزب الله غورځنګ همدارنګه د صهیونیست ښارګوټي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چي له سرحدي کرښې څخه دې لږ تر لږه پنځه کیلومټرو پورې لیري شي.
حزب الله اعلان وکړ: ښارګی میشت باید له سرحد سره د پنځو کېلومټریو په شاوخوا کې ټوله ښارګوټې خالي کړئ. د لبنان په ملي واکمنۍ، بې ګناه وګړو، عامه تاسیساتو باندې ستاسو د فوځ یرغل او د خلګو بې ځایه کول له ځواب پرته نه پآتې کیږي.
له بلې خوا د لبنان حزب الله په خپل څلورم نمبر اعلامیه کې، په سرحدي سیمو کې د صهیونیست رژیم په مورچلو باندې د پراخو توغندوي او د هاوان د بریدونو خبر ورکړ.
په دې اعلامیه کې راغلې ده: په نیواکې فلسطین کې د وادی العصافیر او تل الحمامص په سیمو کې، په لبنان کې د مرکبا په ښار کې په نوې جوړه شوې اډې، کفرکلا او کفرشوبا سیمو کې د دښمن په مورچلو باندې پراخې توغندوي او توپچي حملې تر سره کړې دي.
د حزب الله غورځنګ په ۵ نمبر اعلامیه کې راغلې ده چي په المطلې، المنارې، المرج، العجل سیمو کې د صهیونیستي رژیم مورچلې او د لبنان په سرحد کې د یفتاح کنډک یې په توغندیو او توپچي بریدونو سره په نښه شوې ده.
همدارنګه د اسلامي مقاومت مبارزینو د لبنان په ښارګوټو او د بیروت په جنوب باندې د اسرائیل رژیم د جنایتکار یرغل په ځواب کې د حیفا سمندري اډې او په نیواکي جولان کې د یوآف کنډک یې په توغندیو سره په نښه کړې دي.