د اسرائیلو د نیواکګر رژیم راتلونکی ډیر تیاره دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د پوځ یوه متقاعد شوي جنرال «اسحاق بریک» د ایران له غاښ ماتونکو توغندوي حملو وروسته د اسرائیلو رژیم د حالاتو په اړه وویل راتلونکی تیاره دی.
هغه وویل ما د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې مخکې خبرداری ورکړی و، اوس دغه خبره واورئ اسرائیل په جنګونو کښې بریالی کیږي خو په سټراټيژیک جنګ کښې ماتي خوري.
هغه وویل د اسرائیلو ځمکني ځواکونه په خپل حال پریښودل شوي دي او هوايي ځواک په یوازې ځان نشي بریالی کیدلای او د لبنان حزب الله هم ډګر ته ورستون شوی دی.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ متقاعد شوي جنرال «اسحاق بریک» زیاته کړه د اسرائیلو ځمکنی ځواک وروست شوی دی او اسرائیل له سټراتيژیک نظره په یووخت په څو جبهو کښې د جنګ لپاره تیار نه دی د لبنان د حزب الله غورځنګ توان ښه شوی دی او بریالی شوی چې مونږ له پام وړ چیلنج سره مخامخ کړي.
هغه وویل د فلسطین حماس غورځنګ هم ماتې نه ده خوړلې: خپل مخکې وخت ته ورستون شوی په خلاص لاس سره په غزې تړانګې حکومت کوي او له مصر سره زمونږ اړیکې هم کمزوري شوي دي او نور د یوه دوست په شان چلند نه کوي او د مصر شا کول په راتلونکي کښې یو خطر دی.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ دغه متقاعد شوي جنرال «اسحاق بریک» یادونه وکړه: مونږ له عملیاتي نظره له مینځ څخه خالي یوو د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ سیاسي چارواکي او د ایال زمیر په مشرۍ پوځي چارواکي هماغه راز پیښې د پرون ورځې په رودو سره مدیریت کوي په داسې حال کښې چې د سبا ورځې ګواښ همدا اوس دلته دی.
هغه وویل یوازې په هوايي ځواک سره نشو کولای په ایران بریالي شو یا د ایران جرړه وباسو او که چیرې حالت په همدې بڼه پاتې شي ایران به د روسیې او د چین په ملاتړ سره خپل عملیاتي وسونه له سره ورغوي.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ متقاعد شوي جنرال «اسحاق بریک» اعتراف وکړ اسرائیل نن سبا په تاکتیک روږدی شوی او سټراټيژۍ یې پریښودلې ده.
مونږ په کوچنیو جنګونو کښې بریالي کیږو خو د موجودیت د ساتلو لپاره په جنګ کښې ماتې خورو.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ متقاعد شوي جنرال «اسحاق بریک» وویل کله چې د ځمکني ځواک د وروستیدا خبره کوم،له لبنان ، سوریې ، اردن او لویدیځې غاړي او د اسرائیلو په داخل کښې د سرزورو کسانو لخوا د څو اړخیزه پیښو د رامینځته کیدا په بڼه کښې د هیواد د دفاع د وس او د دفاعي قدرت د وروستیدا او په راتلونکي کښې د ترکیې او د مصر د بالقوه ګواښ په هکله خبره کوم.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ متقاعد شوي جنرال «اسحاق بریک»وویل د لبنان حزب الله غورځنګ، ایران او د دوې ملګرو غږمله جګړه پیل کړې او دوې له ټولو سرحدونو په اسرائیلو بریدونه کوي.
هغه وویل په اسرائیلو کښې ټول کسان باید دغه خبر درک کړي چې د دښمن اسایش چمتو والی دی او توهم دا دی چې کولای شو د تل اویو په زړه کښې ژوند یا برسیرنو سیاسي خبرو اترو ته دوام ورکړو په داسې حال کښې چې ځمکه لړزیږي زمونږ د نابودۍ لپاره ډاډمنه لاره ده.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ دغه متقاعد شوي جنرال «اسحاق بریک» وویل که چیرې تکبر له عملیاتي خاکسارۍ ، دروغ له دردونکي حقیقیت او ځان منمۍ له واقع بینانه جاجونو سره بدل نکړو نو دوام به ونکړو.
هغه څوک چې نه پوهیږي نو باید ائینې ته وګوري او خپل عیبونه وویني بالاخره به له مینځه لاړ شي.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ متقاعد شوي جنرال «اسحاق بریک» وویل وخت تیریږي او دا ځل مکمنه ده څوک نه وي چې وروسته بښنه وغواړي.
بریک وویل اسرائیل له هوايي ، سمندري او ځمکني ځواک څخه جوړ یوه وسپنیز مثلث ته ضرورت لري او مشکل دلته دی چې اسرائیل نن سبا په هوايی ځواک تکیه لري داسې ځواک چې د ځمکني او د سمندري ځواک له مرستې پرته په جنګونو کښې د بریالي کیدا یا د سرحدونو د ساتلو جوګه نه دی.
د صهیونیسټ نیواکګر او ظالم رژیم د پوځ د پخواني جنرال دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې اسرائیلو د ایران پرضد جنګ کښې اوس سخته ماتې خوړلې ده او امریکا اوس د ځینو هیوادونو په وسیله ایران ته د اوربند پیغام استولی دی.
خو د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا لخوا د اوربند غوښتنه رد کړې ده او خپل شپږ شرطونه یې اعلان کړي دي.
ایران امریکا ته په ډاګه ویلي دي تر څو چې د ایران دغه پینځه شرطونه نه وي منل شوي ایران به هیڅ کله له سترې شیطانې امریکا سره خبرې ونکړي.
امریکا دوه ځله له ایران سره د خبرو په مهال په ایران بریدونه وکړل او له ډيپلوماسۍ سره یې ستر خیانت کړی.
امریکا او اسرائیل اوس له ایران سره په جنګ کښې له شکست سره مخ شوي او بیا بیا د خبرو غوښتنه کوي