د لبنان حزب الله د صهیونیسټ رژیم پرضد لسګونو بریدونه وکړل
Apr 01, 2026 06:34 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د نیواکي فلسطین دننه او سرحدي سیمو کښې پینځه څلویښت عملیات وکړل.
د حزب الله مبارزانو د نیواکي فلسطین یعني د اسرائیلو د ناجایز رژیم د خاورې په څلویښتو کلومیټرو کښې توغندي وویشتل.
د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو د جنایتکار او نیواکګر رژیم پرضد حملو ته دوام ورکړی دی او پرون یې هم د دغه رژیم څلور پوځیان هلاک کړي او یوشمیر نور ژوبل کړي وو.
د فلسطین حماس غورځنګ هم د لبنان له حزب الله غورځنګ څخه غوښتي دي چې د صهیونیسټ رژیم پرضد بریدونه زیات کړي او دغه رژیم ته سخت درس ورکړي.
د لبنان حزب الله د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ لپاره هر ډول قرباني ورکړې ده او بیا یې هم ورکوي.
ټیګونه