سیاسي تبصره: د اماراتو د جنګ غوښتنې وجوهات
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i172614-سیاسي_تبصره_د_اماراتو_د_جنګ_غوښتنې_وجوهات
پارس ټوډی- متحده عرب اماراتو د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف جنګ غواړې تګلاره غوره کړې ده.
(last modified 2026-05-06T09:29:13+00:00 )
May 06, 2026 13:53 Asia/Kabul
  • سیاسي تبصره: د اماراتو د جنګ غوښتنې وجوهات

پارس ټوډی- متحده عرب اماراتو د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف جنګ غواړې تګلاره غوره کړې ده.

امارات په څه کم ۸۴ زره مربع کیلومیټره پراختیا او کابو په ۱۱ میلیون تنه نفوسو سره یو کوچنی هیواد دی چې زیاتره په کښې بهرنیان اوسیږي.

امارات یو پیاوړی اقتصاد لري خو د پوځي او امنیتي نظره په بهرنیو قدرتونو په تیره بیا امریکې پورې پيئلی دی. په عین حال کښې د اماراتو اوسني حکومت پر هغو ننګونو سربیره چې په تیرو کلونو کښې په عرب نړۍ او افریقا کښې د نفوذ په لړ کښې له عربستان سره او په جغرافیايي برخه کښې یې له ایران سره درلود، د ایران خلاف د امریکې او صهیونیسټي رژیم په ۴۰ ورځني جنګ کښې یې هم له واشنګټن او تل ابیب سره همکاري کړې ده. په دې وروستیو کښې هم د ایران خلاف د جنګ د پیلولو او د دغه جنګ د مالي سرچینو د تامینولو لپاره له امریکې د اماراتو د غوښتنې په هکله ځیني رپورتونه خپاره شوي دي. به دې وجه پوښتنه دا ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د اماراتو د جنګ غوښتنې وجوهات څه دي؟

داسې ښکاري چې دغې پوښتنې ته دوه ځوابونه ورکولی شو. لومړی ځواب، د اسرائیلو په میدان کښې د اماراتو لوبیدل دي، یعنې د صهیونیسټي رژیم لپاره د اماراتو اهمیت د امریکې لباره د هغه له اهمیته ډیر دی.

امارات فکر کوي چې د اسرائیلو په میدان کښې د لوبیدو په بڼه کښې به د دغه رژیم ملاتړ ترلاسه کړي او په تیره بیا د ټیکنالوجۍ په برخه کښې د اسرائیلو له وړتیاو د برخمنیدو په ترڅ کښې به د سیمه ایز او له سیمې بهر د خپل نفوذ د پراخولو لپاره او همداشان د بهرنیو ګواښونو په وړاندې به د تل ابیب ملاتړ ترلاسه کړي. په دې وجه اوسنی جنګ غوښتنه ممکنه ده د اسرائیلو د رژیم په غوښتنه او یا دغه رژیم ته د اماراتو د نظر له امله وي.

دویم ځواب په خپلو ګټو او موقعیت باندې د اماراتو په پوهیدو پورې اړونده دی. اماراتو په وروستیو دوو لسیزو کښې د خپل پام وړ اقتصادي ودې له امله د بهرني سیاست په برخه کښې خپلې جاه طلبۍ زیاتې کړې دي. په هم دې لړ کښې په مختلفو موضوعاتو له عربستان سره په شخړو اخته شوی، په ۲۰۱۷ کال کښې یې د قطر خلاف اقدام وکړ، له ترکیې سره یې هم شخړه درلوده او د ایراني جزیرو خلاف د ځمکني مالکیت ادعاوې بیابیا تکراروي.

اوس هم امارات فکر کوي چې د ایران خلاف جنګ کښې په ګډون سره به د امریکې او صهیونیسټي رژیم په حمایت سره د خپلو ځمکنیو ادعاو د تعقیبونې یو فرصت پيدا کړي.

مهم ټکی دا دی چې د اماراتو محاسباتي تیروتنه او ناسم درک دا دی چې اول خو د صهیونیسټي رژیم په کارډ سره خپلې ګټې تعقیبوي، حال دا چې اسرائیل خپلو ګټو ته په رسیدو کښې هم ناتوانه دی او د امریکې ملاتړ ولري، او دویمه دا چې اسرائیل هم په لویدیځې آسیا او هم په ټولې دنیا کښې یو منفور رژیم دی او ورسره د اماراتو د همکارۍ زیاتیدل به د ابوظبۍ لپاره هم سیمه ایزه کرکه ولري.

د دې ټکي یادونه هم ضروري ده چې که د ایران اسلامي جمهوریت اماراتو ته د یو پریکنده ځواب فیصله وکړي نو د دغه هیواد امنیت ډیر کمزوری دی او ډیر درون تاوان به وکړي.