د لبنان حزب الله د اسرائیلو پرضد شپږڅلویښت عملیات ترسره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i172664-د_لبنان_حزب_الله_د_اسرائیلو_پرضد_شپږڅلویښت_عملیات_ترسره_کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان «حزب الله» غورځنګ نن سهار وویل چې پرون یې د نیواکي فلسطین په شمال او د لبنان په جنوب کښې د اسرائیلو د پوځ د سنګرونو او د راغونډیدا په مرکزونو باندې بریدونه کړي دی.
(last modified 2026-05-09T04:48:54+00:00 )
May 09, 2026 09:14 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د اسرائیلو پرضد شپږڅلویښت عملیات ترسره کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان «حزب الله» غورځنګ نن سهار وویل چې پرون یې د نیواکي فلسطین په شمال او د لبنان په جنوب کښې د اسرائیلو د پوځ د سنګرونو او د راغونډیدا په مرکزونو باندې بریدونه کړي دی.

د لبنان حزب الله په ځان وژونکو بې پایلوټه الوتکو سره د نیواکي فلسطین په شمال کښې  په «میروان» اډې چې د هوايي څارنې لپاره کارول کیږي  برید کړی دی.

حزب الله دغه راز وویل چې د لبنان په جنوب کښې په «دیر سریان» ښارګي کښې یې د اسرائیلي عسکرو د راغونډیدا په مرکز باندې په مناسبو وسلو سره برید کړی دی.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د حزب الله ځواکونو د لبنان په جنوب کښې په «الطیبه» ښارګي کښې په «بیدر الفقعاني» سیمه  کښې یو «مرکاوا »ټانک په هدایت شوي توغندي سره ویشتلی دی.

حزب الله دغه راز یو بل مرکاوا ټانک د لبنان په جنوب کښې په البیاضه ښارګي کښې په  زغرګاډي ضد مرمې سره چې له یوې بې پایلوټه الوتکې ویشتل شوې وه وویشت.

دغه راز د اسرائیلو نیواکګر او ظالم رژیم د لبنان د عادي خلکو او د حزب الله غورځنګ  د ځواکونو پرضد تیریګرو حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی دی او تراوسه یې زرګونو بې ګناه خلک شهیدان او ژوبل کړي دي.

امریکا د لبنان پرضد د اسرائیلو د ټولو جنایتونو او حملو مسووله ده ځکه چې دغه هیواد له دغه رژیم سره هر ډول پوځي ، وسله والې او نقدې مرستې کوي.