د صهیونیست دښمن په خلاف د حزب الله ترکیبی عملیات
پارس تودی- د لبنان حزب الله غورځنګ په وروستیو ساعتونو کې په ۱۹ عملیاتونو سره، د صهیونیستانو فوځي مورچلي او مرکزونه یې په نښه کړه.
د پارس تودی له راپور سره سم، د لبنان د اسلامي مقاومت د عملیاتو خونه، د یوې اعلامیې په ترڅ کې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سرحدي سیمو او د جنوبې جبهې په زړه کې د صهیونیست رژیم د فوځ د ځواکونو او تجهیزاتو په خلاف د ۱۹ درنو فوځي عملیاتونو د تر سره کېدو خبر ورکړ.
دغه عملیاتونه چي د بې پیلوټو الوتکو د بریدونو، توبچي بریدونو او پرلپسې چاودنو په وسیله تر سره شول، نیواکګرو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د مقاومت مبارزینو له بې پیلوټو الوتکو او کواډکوپترو په کارولو سره، د اسرائیل رژیم د فوځ تانکونو او سازو سامان ته ویجاړوونکې ګوزارونه ورکړي دي، د لبنان د اسلامي مقاومت مبارزینو د دوو بې پیلوټو الوتکو په وسیله د البیاضې په ښارګوټې کې د صهیونیست رژیم د فوځ د قومندې مرکز یې په نښه کړ.
د لبنان حزب الله همداشان اعلان وکړ: د دې غورځنګ مبارزینو د صهیونیست رژیم څلورم بیلډوزر یې چي غوښتل د رشاف او حداثا سیمې ته ځان ورسوي، د سړک د غاړې په بمونو سره، والبوزول.
د صهیونیست رژیم فوځ هم رسما اعتراف وکړ چي حزب الله په جنوب کې د دې رژیم د فوځیانو د مرکزونو په خلاف څو توغندی توغولي دي.
سیمه ایزې رسنۍ او څارونکې د همږغو عملیاتونو دومره زیاته اندازه یې، په ځانګړي توګه د چاودېدونکو بې پیلوټو الوتکو پراخ استعمال او ښخ شویو بمونو ته د چاودنې ورکولو دومره زیاته اندازه یې، په سرحدي سیمو کې د صهیونیست رژیم د فوځي خوځښتونو په وړاندې د حزب الله د دفاعي چمتووالې د لوړې کچې ښودونکې بولي.