د صهیونیستي رژیم په پوځ کې د ځواکونو بې سارې کمښت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i173170-د_صهیونیستي_رژیم_په_پوځ_کې_د_ځواکونو_بې_سارې_کمښت
پارس تودی- د صهیونیست رژیم رسنیو د دې رژیم په فوخي جوړښت کې د ژورو کړکېچونو د رامینځته کېدو خبر ورکړي او ویلي دي چي د صهیونیست رژیم فوځ د ځواکونو له بې سارې کمښت سره مخ دی.
(last modified 2026-05-21T07:48:02+00:00 )
May 21, 2026 12:15 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي رژیم په پوځ کې د ځواکونو بې سارې کمښت
    د صهیونیستي رژیم په پوځ کې د ځواکونو بې سارې کمښت

پارس تودی- د صهیونیست رژیم رسنیو د دې رژیم په فوخي جوړښت کې د ژورو کړکېچونو د رامینځته کېدو خبر ورکړي او ویلي دي چي د صهیونیست رژیم فوځ د ځواکونو له بې سارې کمښت سره مخ دی.

د پارس تودی له راپور سره سم، د صهیونیست رژیم رسنیو د دې رژیم د جګپورو پوځي چارواکو په حواله د ځواکونو د بې سارې کمښت او د هغه د ناوړو پایلو په هکله خبرداری ورکړي دي او تینګار یې کړې دي چي حتی د سربازی د مودې غځېده هم رامینځته شوې کمښت نه شي جبرانولای.

د صهیونیست فوځیانو دغه اعتراف په داسي حال کې مطرح کیږي چي د دې رژیم فوځ په غزې او لبنان کې د اوږدې جګړې او د مرګژوبلو د امله، له ځوړتیا سره مخ شوی دی. ها خوا بیا د حزب الله غورځنګ ورځنې بریدونه بیا حالات نور هم خراب کړي په داسي ډول چي یوازې تېره ورځ د دې رژیم ۱۰ فوځیان د حزب الله په بریدونو کې په هلاکت ورسېدل.