حزب الله د صهیونیسټ رژیم پرضد شپاړس پوځي عملیات وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په جنوب کښې د صهیونیسټي دوښمن د هدفونو پرضد د شپاړسو پوځي عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ.
د حزب الله له اعلان شویو پوځي عملیاتو څخه پینځه عملیات وړمه ورځ او نور یولس عملیات هم پرون ترسره شوي وو.
په دغو پوځي عملیاتو کښې د لبنان په خاوره کښې د صهیونیسټي دوښمن په ځواکونو ، تجهیزاتو ، مرکزونو او سنګرونو باندې د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه شامل دي.
د حزب الله د پرون ورخې اکثره بریدونه د بنت جبیل، د رشاف، د العدیسه ، د حداثا، د البیاضه، د الناقوره، د دبل، د دیرسریان ، القوزح او طیر حرفا ښارګیو په شاو خوا کښې وشول.
د اسرائیلو تروریسټ او ظالم رژیم د لبنان د عادي خلکو او د حزب الله غورځنګ پرضد بمباریو او حملو ته دوام ورکړی چې له مارچ میاشتې راهسې تراوسه پکښې له دریو زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي او زرګونو نور ژوبل شوي هم دي.
د صهیونیسټ رژيم پوځیان دغه حملې د امریکا په اجازې او شین څراغ سره ترسره کوي.