د عراق په سلیمانیه سیمه کښې د چاودنې غږ اوریدل شوی
May 25, 2026 04:11 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د عراق په کردستان سیمه کښې په سلیمانیه ښار کښې د یوې زورې چاودنې غږ اوریدل شوی.
«عراق نیوز» خبري سایټ وویل دغه چاودنه د بې پایلوټه الوتکې د حملې له کبله شوې ده.
«اخبار عراق» چینل هم وویل چې د عراق د کردستان سیمې په سلیمانیه ښار کښې د پیشمرګه ځواکونو د قومندنۍ په یوه مرکز باندې د بې پایلوټه الوتکې برید شوی دی.
تراوسه د دغه حملې نور جزیات په ډاګه نه دي شوي.
د عراق کردستان سیمه د ترهګرو ډلو او ځواکونو ستر مرکز دی او هلته ډیر ترهګر د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد فعالیتونه کوي او په دغه سیمه کښې د اسرائیلو د ترهګر رژیم استخباراتي کسان او ځواکونه هم فعالیت لري.
ټیګونه