د غزې په هکله د یسرائیل کاټز شرمناکې څرګندونې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i175160-د_غزې_په_هکله_د_یسرائیل_کاټز_شرمناکې_څرګندونې
پارس ټوډی- د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر په غزه کښې په رامینځته شویو ویرانیو او کنډولو باندې په ویاړلو سره، دغه کار د یو پلان شوي سیاست نتیجه وبلله او ویې ویل چې د دغو کنډولو په لیدو یې حال ښه کیږي.
(last modified 2026-07-14T10:04:21+00:00 )
Jul 14, 2026 14:33 Asia/Kabul
  • د غزې په هکله د یسرائیل کاټز شرمناکې څرګندونې

پارس ټوډی- د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر په غزه کښې په رامینځته شویو ویرانیو او کنډولو باندې په ویاړلو سره، دغه کار د یو پلان شوي سیاست نتیجه وبلله او ویې ویل چې د دغو کنډولو په لیدو یې حال ښه کیږي.

پارس ټوډی د مهر خبري آژانس له قوله لیکلي چې د صهیونیسټي رژیم د ټیلیویژن ۱۴ چینل د دغه رژيم د جنګ له وزیر یسرائیل کاټز سره په مرکه کښې چې د غزې تړانګې د شمالي سیمو لیدو ته تلی و، د هغه له خولې وویل چې تل ابیب، په غزې تړانګه کښې په پوځي ماهیت سره د دریو صهیونیسټ میشتو ښارګیو د جوړولو نیت لري.

کاټز ژه غزه کښې د ویجاړیو د لیدو په هکله د هغه د احساس په لړ کښې د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: ښه احساس لرم.

کاټز مدعي شو چې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي ښارګیو جوړول، له امنیتي نظره ضروري دي او دا کار به له ښارګوټو د دفاع او د کنټرول د پياوړتیا لامل شي.

د ویلو ده چې صهیونیسټي رژيم همهغه شان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لسمې نیټحې څخه د اوربند د شوې موافقې خلاف ورزۍ ته دوام ورکوي او د غزې تړانګې مختلفې سیمې په توغندیو او توپونو سره په نښه کوي. د اوربند په دې څو میاشتو کښې د صهیونیسټي رژیم خلاف ورزي کوونکي بریدونه د ۱۱۰۹ فلسطینیانو د شهادت او د ۲۵ زره ۵۷۸ کسانو د زخمي کیدو سبب شوي دي.