ایراني چارواکي: افغانستان د ایران بهرنۍ سوداګرۍ کې مهم ځآی لري
د ایران د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون غړي منوچهر متکي، د دوغارون له رسمي سرحدي لارې څخه د لیدنې په څنډه کې د ایران په بهرنۍ سوداګرۍ کې د افغانستان اقتصادي او سوداګریز موقعیت ډېر مهم وباله
متکي وویل، افغانستان د ایران د غیرنفتي توکو دویم لوی صادراتي بازار دی او له دغه ختیځ ګاونډي هېواد سره د ایران د سوداګرۍ کلنی ارزښت له درې میلیارد ډالرو اوړي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ځانګړو شرایطو له امله، د دغه هېواد سوداګرو په تېرو څو کلونو کې د ایران په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پانګونې کړې دي او په ایران کې د دوی د پانګونې لېوالتیا د تېر په پرتله زیاته شوې ده.
د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژې پر محور د ختیځ–لوېدیځ دهلېز سند تصویب کړی دی.
دغه سند د ایران د ولسمشر د مرستیال محمدرضا عارف په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې تصویب شو او د ایران حکومت له لوري د اقتصادي ستراتیژیکو لومړیتوبونو له ډلې وبلل شو.