د اسرائیلو پخوانی استخباراتي قوماندان: ایران د سیمې معادلې ټاکي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176040-د_اسرائیلو_پخوانی_استخباراتي_قوماندان_ایران_د_سیمې_معادلې_ټاکي
د اسرائیلو د استخباراتو د ۸۲۰۰ واحد پخواني قوماندان برید جنرال حنان ګفن ویلي، هېڅوک د ایران له بالستیکي توغندیو خوندي نه دي او ایران اوس د سیمې معادلې ټاکي.
(last modified 2026-08-04T01:11:10+00:00 )
Aug 04, 2026 05:39 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو پخوانی استخباراتي قوماندان: ایران د سیمې معادلې ټاکي

د اسرائیلو د استخباراتو د ۸۲۰۰ واحد پخواني قوماندان برید جنرال حنان ګفن ویلي، هېڅوک د ایران له بالستیکي توغندیو خوندي نه دي او ایران اوس د سیمې معادلې ټاکي.

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاره بې پایلې بللې او ویلي یې دي چې ټرمپ هر ځل د ایران په دام کې لوېږي او په منځني ختیځ کې د امریکا نفوذ کم شوی دی.

دا لومړی ځل ندی، چې پخواني صهیونیسټي او امریکایي چارواکي د نتن یاهو او ټرمپ په کړنو نیوکې او د ایران په وړتیا اعتراف کوي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر نورو یې هم ورته څرګندونې کړي دي.