د عراق امنیتي پلاوی به ډېر ژر ریاض ته سفر وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176176-د_عراق_امنیتي_پلاوی_به_ډېر_ژر_ریاض_ته_سفر_وکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی د دغه هېواد یو امنیتي پلاوی به ډېر ژر د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته سفر وکړي.
(last modified 2026-08-06T07:34:57+00:00 )
Aug 06, 2026 12:00 Asia/Kabul
  • د عراق امنیتي پلاوی به ډېر ژر ریاض ته سفر وکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی د دغه هېواد یو امنیتي پلاوی به ډېر ژر د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته سفر وکړي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت پرون ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پلاوی به په نږدې راتلونکي کې ریاض ته واستول شي.

دغه وزارت د سفر د کره نېټې او د خبرو د اجنډا په اړه نور جزییاست نه دي ورکړي.

دا سفر په عمان کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او د عراق د بهرنیو چارو وزیر فؤاد حسین تر کتنې وروسته اعلان شوی دی.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه په وروستیو اوونیو کې د سعودي عربستان د تیلو  په  تاسیساتو تر بریدونو او د ریاض تر پوځي غبرګون وروسته له امنیتي کړکېچ سره مخ شوي او اوس هڅه کوي د دې کړکېچ پایلې مدیریت کړي.