په جنوبي لبنان کې درنې چاودنې او پراخې اورلګېدنې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i176336-په_جنوبي_لبنان_کې_درنې_چاودنې_او_پراخې_اورلګېدنې
پارس ټوډی  – صهیونیستي پوځ په جنوبي لبنان کې د درنو چاودنو ترڅنګ، ځنګلي سیمې هم په اور سوځولې دي.
(last modified 2026-08-09T07:17:22+00:00 )
Aug 09, 2026 11:46 Asia/Kabul
  • په جنوبي لبنان کې درنې چاودنې او پراخې اورلګېدنې

پارس ټوډی  – صهیونیستي پوځ په جنوبي لبنان کې د درنو چاودنو ترڅنګ، ځنګلي سیمې هم په اور سوځولې دي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، صهیونیستي اشغالګرو د لبنان پر وړاندې د خپلو تېریو په دوام، د دغه هېواد په جنوب کې د المنصوري سیمه په اور سوځولې ده.

د راپور پر بنسټ، د جنوبي لبنان په زوطر الشرقیه او حداثا سیمو کې هم د صهیونیستي پوځ له لوري څو نورې چاودنې شوې دي.

سربېره پر دې، صهیونیستي پوځیانو د توپچي بریدونو له لارې د علي الطاهر لوړې تر برید لاندې نیولې دي.

همداراز، یوې اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې د دیر المزرعه، کفراحونه، نیحا او عین التینه پر لوړو سیمو څو بمونه غورځولي، چې له امله یې په دغو ځنګلي سیمو کې پراخې اورلګېدنې رامنځته شوې دي.